د ناټو غړي افغانستان کې پوځ "ډېرول" غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو سرمنشي په جرمني کې له لومړۍوزیرې سره خبر غونډې ته وینا کوي.

د ناټو سرمشریزې په درشل کې د غړو هېوادونو له مشرانو سره د لیدنو په لړ کې د ناټو عمومي منشي ین ستولنبرګ د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره ولیدل.

ښاغلی ستولتنبرګ وايي، په افغانستان کې د ناټو چارواکو د خپل پوځي حضور د پراخولو غوښتنه کړې، خو زیاتوي، چې په دې اړه پریکړه نه ده شوې.

* ناټو افغانستان ته اف ۱۶ جنګې الوتکې لېږدوي

* د افغان جګړې لپاره د امریکا د نوې تګلارې درې مهم ټکي

* له برتانیا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه وشوه

د نوموړي په خبره، د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې به په دې اړه له مشرانو سره خبرې وشي.

"موږ دا غوښتنه ارزوو او په څو اونیو کې به یې په اړه پریکړه وکړو. خو ټینګار کوم چې دا غوښتنه د جګړه ییز ماموریت لپاره نه ده ، که نور ځواکونه استوو نو د ایتلاف له ټولو غړو به غوښتنه کوو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جرمن سرتېري تر ډېره د افغانستان په شمال کې په امنیت ټینګولو بوخت و.

د ناټو سر منشي د دغه تړون په تیره په افغانستان کې د جرمني د رول ستاینه وکړه، خو د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د څلورم ځل لپاره په ټاکنو کې د بریالیتوب هڅه کوي، افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په اړه غوڅه خبره ونه کړه.

خو زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د ماموریت په اړه د جرمني دریځ ډیر واضح دی او په شمال کې به خپل مخکښ رول ته دوام ورکړي :

"موږ په دې اړه د ناټو پریکړې ته سترګې په لار یو. په شمال کې باید ټیکاو رامنځته شي خو زه فکر نه کوم چې جرمني دي یواځینی هېواد وي چې باید افغانستان ته نور ځواکونه واستوي".

* ناټو: تر ۲۰۲۰ افغان امنیتي ځواکونه تمویلوو

* د امریکا دفاع وزیر: د افغانانو تر څنګ ولاړ یوو

له دې وړاندې د ناټو سر منشي د بریانیا له لومړۍ وزیرې سره په کتنه کې په دې اړه خبرې کړې، ځايي رسني وايي برتانیا ښايي افغانستان نور سرتیري واستوي.

دغه راز تمه ده چې د امریکا نوی ولسمشر هم د افغانستان په اړه خپله کړنلاره په ډاګه کړي چې ویل کیږي افغانستان ته د نورو سرتیرو استول یې مهمه برخه ده .

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له انګیلا مرکل سره تر خبرو مخکې د ناټو سرمنشي د برتانیا له لومړۍ وزیرې سره هم پر ورته مسله خبرې وکړې.

ورته مطالب