'حمزه د خپل پلار اسامه د غچ اخیستو هڅه کوي'

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د اف. بي. اى دا پخوانى مامور د حمزه په غږ وروستيو خپرو شويو پيغامونو ته په اشاره وايي چې د خپل پلار په څېر غږ لري او هغه ته ورته ژبه کاروي.

ټايمز اف انډيا

ټايمز اف انډيا د امريکا د پلټنو فدرالې ادارې د يوۀ پخواني مامور په وينا ليکلي، د اسامه زوى "حمزه" د خپل پلار د غچ اخيستو هڅه کوي او نوموړى د يوې په پرتله ييز ډول پياوړې او پراخې القاعدې مشرۍ ته تيار دى.

د اف. بي. اى دغه مامور يو شمېر هغه اسناد ليدلي چې په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کوره تر لاسه شوي و او په دغو اسنادو کې د حمزه يو شمېر ليکونه هم و.

د علي صوفيان په نامه د اف. بي. اى دغه پخواني سر څېړونکي د امريکا سي. بي. اس ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي له دغو ليکونو دا څرگندېږي چې حمزه خپل پلار ته ډېر درناوى لري او غواړي د هغه وژونکې ليډيالوژي پر مخ بوځي.

د اسامه زوی: له امریکا به د خپل پلار غچ اخلم

دغه اسناد اوس د محرمو هغو له ډلې اېستل شوي. صوفيان وايي د مشر په توگه د حمزه باالقوه وړتيا په کوچنيوالي کې محسوسه شوې وه او نوموړى په تبليغاتي ويډيوگانو کې هم ځينې مهال وسله په لاس راڅرگندېدۀ.

د اف. بي. اى دا پخوانى مامور د حمزه په غږ وروستيو خپرو شويو پيغامونو ته په اشاره وايي چې د خپل پلار په څېر غږ لري او هغه ته ورته ژبه کاروي.

ډان:

ډان ورځپاڼې د امريکا او پاکستان د اړيکو په تړاو يوه شننه خپره کړې چې وايي د سپتمبر د يوولسمې له پېښو وروسته د پاکستان او امريکا خپلمنځيو اړيکو ډېرې لوړې ژورې تجربه کړي دي.

د مطلب ليکوال منير اکرم چې پخواه په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازى و وايي پاکستان يوه ورځ د امريکا تر ټولو نژدې ملگرى او بيا بله ورځ داسې يو متحد وي چې پرې تر ټولو زيات بنديزونه لگېږي.

ليکوال زياتوي امريکا پاکستان ته تر ډېره د افغانستان او هند له عينکو کتلي دي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ليکوال وايي که په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر ډېر هم شي، نو چې له ٢٠٠٠٠ د بهرنيو ځواکونو شمېر کم وي د روان حالت په بدلولو کې به پاتې راشي.

ليکوال د سيمې په تړاو د ډونالد ټرمپ نوې تگلارې ته په اشاره وايي ښايي په دې تگلاره کې هم د پاکستان په وړاندې دريځ په افغانستان کې د امريکا د موخو او هند سره د اړيکو پر بنسټ غوره شي.

ليکوال وايي که په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر ډېر هم شي، نو چې له ٢٠٠٠٠ د بهرنيو ځواکونو شمېر کم وي د روان حالت په بدلولو کې به پاتې راشي.

ليکوال د پاکستان، چين او روسيې دې گډ نظر ته هم اشاره کوي چې د افغان ستونزې حل لاره په سياسي خبرو اترو کې نغښتې ده.

ليکوال دې او ځينو نورو سيمه ييزو مسايلو ته په اشاره وايي اړينه ده چې امريکا او پاکستان له نژدې سره همکاري وکړي.

واشنگټن پوست:

امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې د فرانسې د نوي ولسمشر ايمانوېل مکرون مېرمنې "برېجېت" په تړاو مطلب کښلى او وايي پر نوموړې له دې امله ملنډې وهل کېږي چې په عمر کې له خپل مېړه ٢٤ کاله لويه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اېمانوېل مکرون او مېرمن یې برېجېټ

فرانسوۍ مجلې شارلي هېبدو په خپلې وروستۍ گڼې کې يو کارتون خپور کړى، په کښل شوي انځور کې ولسمشر مکرون ليدل کېږي چې د خپلې مېندوارې مېرمنې پر خېټې يې لاس ايښى او لاندې ليکل شوي "دى معجزه کوي".

ښاغلي مکرون دا جمله د خپلو ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال ډېره کاروله. خو دلته د شارلي هبدو اشاره د عمر له توپير سره سره د ښاغلي مکرون او د مېرمنې ترمنځ يې نژدېوالي ته ده.

خو دا خبرې اوس فرانسه کې په يوه وېشونکې مسله بدله شوې.

ایمانوېل مکرون څوک دی؟

ډېرو په خواله رسنيو کې د فرانسې د لومړۍ مېرمنې پر وړاندې شوې تبصرې او د شارلي هبدو کارتون غندلي او دا ويناوې يې د مېرمنو ضد ذهنيت پايله بللې.

ورځپاڼې د نړۍ د ځينو نورو ولسمشرانو نومونه هم ليکلي چې له خپلو مېرمنو سره د عمر له پلوه ډېر توپير لري.

په سر کې د سوېلي افريقا د ولسمشر نوم راغلى چې له خپلې مېرمنې ٣٨ کاله لوى دى. د ډونالد ټرمپ او د مېرمنې ترمنځ يې د عمر له پلوه ٢٤ کاله توپير دى. د جاپان لومړى وزير "شينزو ابې" له خپل مېرمنې اته کاله او د جرمني لومړۍ وزيره انگلا مېرکل له خپل مېړه پنځه کاله لويه ده.