امریکا: شمالي کوریا سرخوږی دی؛ بندیزونه دې پرې سخت شي

د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې یونهاپ خبري اژانس د شمالي کوریا د نوې ازموینې خبر ورکړ د انځور حقوق EPA
Image caption د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې یونهاپ خبري اژانس د شمالي کوریا د نوې ازموینې خبر ورکړ

سوېلي کوريا کې سرچينې وايي شمالي کوريا بالستيکي توغندي بله ازموينه کړې.

امریکا د دغه توغندیزې ازموینې په غبرګون کې ویلي، شمالي کوریا څو کاله امریکا ته سرخوږی جوړ کړی، چې پروړانډې یې باید بندیزونه ډېر کړل شي.

د را رسېدلو رپوټونو پر بنسټ دغه باليستيک توغندى د پلازمېنې پيونگ يانگ شمال لوېديځ لوري ته په کوسانگ ښار کې آزمايل شوى.

د سوېلي کوريا پوځي سرچينې وايي شمالي کوريا له کوسانگ ښاره يو ډول توغندى توغوله خو دوى په دې تړاو نور جزييات نه راکوي.

بل لوري ته د دغه هېواد يونهاپ خبري آژانس بيا توغېدلې وسيله باليستيک توغندى بللى.

شمالي کوريا په دې وروستيو کې د باليستيکو توغنديو گڼې آزموينې کړي چې ورسره نړېواله اندېښنه راپارېدلي، او له امريکا سره شته ترينگلتيا نويو لوړو ته رسېدلې ده. په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ له شمالي کوريا سره د ممکنه لويې شخړې خبردارى ورکړى.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ په وروستیو کې پوځي او ديپلوماتیکه ترینګلتیا ډېره شوې ده

تېره مياشت د شمالي کوريا دوه توغنديزې آزموينې پاتې راغلې او توغندي له توغول کېدو څو دقيقې وروسته وچاودل.

شمالي کوريا د خپلو اټومي سروکو د کوچني کولو هڅه کوي چې په داسې اوږد واټونو توغنديو کې د ځاى پرځاى کېدو جوگه شي چې امريکا ته د رسېدو وړتيا ولري.

د د بالستيکو توغنديو د نوې آزموينې خبر چې تر اوسه لا نه دى کره شوى په داسې حال کې مخې ته راځي چې سويلې کوريا کې نوي ولسمشر ځو ورځې وړاندې لوړه کړې.

مون جاى ان د لوړې له مراسمو وروسته په خپلې لومړنۍ وينا کې وويل چې شمالي کوريا سره به اړيکو ته بيا کتنه کوي او غواړي چې د سمو شرايطو له برابرېدو سره سم پيونگيانگ ته سفر وکړي .

امريکا او شمالي کوريا هم د ترينگلو خپلمنځيو اړيکو سره سره ويلي چې سم شرايط رامنځته شي له يوۀ بل به خبرو اترو ته کيني.

ورته مطالب