درې کلن ماشوم، د لومړي وزیر دفتر کې

د انځور حقوق Justin Trudeau
Image caption هیڅ مصروفیت د لومړي وزیر او د هغه د زوی د ساتېرۍ خنډ نه شي کېدای

د کاناډا لومړی وزیر جاسټین تروډو، خپل درې کلن زوی له ځان سره دفتر ته بېولی دی.

نوموړی په دې کار د نړۍ مشرانو ته ښيي چې څنګه د خلکو په زړونو کې ځای ومومي.

هیڅ کاري مصروفیت د ښاغلي تروډو او د هغه د زوی د ساتېرۍ مخه نه شي نیولی.

د انځور حقوق Justin Trudeau
Image caption تروډو د نړۍ مشرانو ته ښيي چې څنګه د خلکو په زړونو کې ځای ومومي

که نوموړی د خپل ګوند له غړو سره لیدنه لري، که عامو خلکو ته وینا کوي او که د پوهنتون له استادانو سره ګوري، خو هرومرو له خپل زوی سره د لوبو وخت پیدا کوي.

یوازې د هغه او د زوی تازه خپاره شوي انځورونه یې نه دي چې په خپرېدو یې د نړیوالو پام د دغه ۴۵ سیاستوال پر لور شوی، بلکې په تېر کې یې هم ځینې کارونه کړي چې د ښاغلي تروډو پلویانو پرې خوښي ښودلې وه.

د بېلګې په ډول هغه د همنوږو (همجنسګرایانو) په یوه لاریون کې برخه واخیسته او همدارنګه یې په ډاګه ویلي، فیمنیسټ دی.

د انځور حقوق Justin Trudeau
Image caption ددغه ۴۵ کلن سیاستوال په یو شمير نمایشي کړنو د هغه پلویان خوشاله دي

اړونده مطالب