پنجاب کې له پښتنو سره پر ناوړه چلند د زرداري نیوکه

زرداري د انځور حقوق FP/Getty Images
Image caption ښاغلي زرداري پر لومړي وزير نواز شريف تور پورې کړى چې د جگړې په تړاو امريکايانو ته ورته ذهنيت لري.

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر اصف زرداري هغه وينا مهمه بللې چې وايي نه پرېږدي پاکستان له خپلو گاونډيو سره جگړه کې ښکېل شي.

نوموړي چې په پېښور کې يوې غونډې ته وينا کوله وويل کله چې ولسمشر و نو پاکستان له افغانستان او هند سره سوله ييزې اړيکې لرلې.

ښاغلي زرداري پر لومړي وزير نواز شريف تور پورې کړى چې د جگړې په تړاو امريکايانو ته ورته ذهنيت لري.

د ډیورنډ‌کرښې پر لانجې راولپنډۍ کې ګډه پوځي غونډه

عمران خان: پنجاب کې له پښتنو سره توپيري چلند د ترهګرو په ګټه دی

نوموړي همداراز په پنجاب کې له پښتنو سره په کېدونکې ناسم چلند نيوکې وکړې.

اکسپرېس ټريبيون:

پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې خپله سرمقاله يا سرليکنه د افغانستان، پاکستان او امريکايي ځواکونو وروستۍ درې اړخيزې ناستې ته ځانگړې کړې چې تېره جمعه په راولپنډۍ کې جوړه شوه.

ورځپاڼه وايي داسې نه برېښي چې دا ناسته دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ترينگلتيا کمه کړي، خو د هر هغه گام بايد هرکلى وشي چې دغه تاو يو څه سړوي.

ورځپاڼه وايي که پر ډيورند کرښې د شويو نښتو موضوع او نور شته مخالفتونه يوې غاړې ته کړو، نو داعش پاکستان او افغانستان لپاره گډه ننگونه ده.

د ورځپاڼې په وينا، د داعش پر وړاندې د مبارزې په تړاو په غونډه کې خبرې وشوې او دا د پاکستان لپاره ځکه يو پرمختگ دى چې په دغه هېواد کې لږ تر لږه سياسي کړيو دا نه منله چې دغه ډله هلته فعاله ده.

ورځپانه په افغانستان کې د حالاتو په تړاو وايي چې د طالبانو پر وړاندې د روانې جگړې ترڅنگ دې د خبرو اترو چينل فعال وساتل شي.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي د اف. بي. اى پخواني مشر جيمز کومي د روسيې او ښاغلي ټرمپ ترمنځ د اړيکو بېلابېلو اړخونو په تړاو د پلټنو مشري کوله

گارډين ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ او روسيې د ادعا شويو اړيکو په تړاو مطلب کښلى او دې ته يې کتنه کړې چې د امريکا د پلټنو فدرالې ادارې د دې خبرې ثابتولو لپاره څومره شواهد موندلي دي؟

ورځپاڼه وايي د اف. بي. اى پخواني مشر جيمز کومي د روسيې او ښاغلي ټرمپ ترمنځ د اړيکو بېلابېلو اړخونو په تړاو د پلټنو مشري کوله چې تېر کال جولاى کې پټ پيل شول، خو ښاغلي کومي يې تېر مارچ کې منښته وکړه.

يوې سرچينې گارډين ته ويلي چې اف. بي. اى کوټلي او ځانگړي شواهد موندلي چې د ولسمشر ټرمپ ټاکنيزې ډلې لوړ پوړو غړو له روسيې سره خبرې اترې کړي چې هک شوي اسناد د ټاکنو پر بهير اغېز شيندلو لپاره وکارول شي.

د ورځپاڼې په وينا د ښاغلي کومي له دندې د گوښه کېدو دليل هم ښايي همدا وي.

ورته مطالب