د شهباز قلندر د تلین مراسم په تصویرونو کې

سیهون

د سند ایالت سېهون ښارګوټي کې د لال شهباز قلندر د ۷۶۵ تلین مراسم پیل شوي دي. دغه زیارت کې د فبرورۍ میاشت کې له یوه ځانمرګي برید وروسته، چې ۷۶ کسان په کې وژل شوي وو او ۲۵۰ نور ټپیان وو، د پاکستان پوځ له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې.

سیهون

د تلین له مراسمو څو ورځې وړاندې د سند سېهون ښارګوټي دغه زیارت ته د پاکستان له لر او بره کسان راغلي. یو شمېر کسان دغه زیارت ته په نڅا او خوښۍ څرګندولو ننوځي.

سیهون

زیارت ته له ننوتو مخکې د تالاشۍ لپاره ګڼ کسان په کتارونو کې ولاړ وو.

سیهون

د پاکستان له نورو برخو یو شمېر زیارت کونکي په ځانګړیو اورګاډو کې سېهون ته راغلي وو.

سیهون

زیات ته له ننوتو مخکې د زیارت کوونکو تالاشي اخیستل کېده.

سیهون

د شهباز قلندر د تلین مراسمو په توګه سېهون کې درې لوی لاریونونه کېږي.

سیهون

د سږ کال فبرورۍ کې دغه زیارت کې له خونړي برید وروسته دا لومړی ځل دی، چې دغه مراسم لمانځل کېږي.

سیهون

د زیارت تر څنګ ماښام مهال د ډول غږ اورېدل کېږي او نڅا ګر لیدل کېږي، چې صوفیانو ته منسوبه نڅا کوي.

سسیهون

دغه نڅا کې ښځې او نارینه برخه اخلي.

دغه تصویرونه سېهون کې د بي بي سي اردو څانګې فرقان الهی اخیستي دي.