د ایران ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو ونډه

د انځور حقوق AFP
Image caption د ایران د رایه ورکونکو نژدې نیمه برخه ښځې دي

کله چې د راتلونکې جمعې پر ورځ ایرانیان د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې اچوي، د رایو پر پاڼه به ټول نومونه د نارینه نوماندانو وي. د اسلامي جمهوریت په نژدې څلور لسیزې تېر تاریخ کې، هېڅ یوې ښځې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشرۍ لپاره ځان ونوموي.

خو یقینا دا له دې امله نه ده چې ښځې د ولسمشرۍ مقام ترلاسه کولو لپاره هڅې نه کوي.

سږ کال، ۱۳۷ ښځو د ولسمشرۍ لپاره خپل نومونه وړاندې کړي وو. ترټولو مشهوره یې ۷۲ کلنه اعظم تالقاني د پارلمان یوه پخوانۍ غړې او د یوه نامتو آیت الله لور وه.

د ايران پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني ومړ

د ایران پخواني ولسمشر او وتلي "انقلابي لوبغاړي" رفسنجاني د جنازې مراسم

هغې له ۱۹۹۷ راهیسې د ولسمشرۍ ډېری ټاکنو کې خپل ځان نومولی و، تکل یې کړی و چې د ایران د اساسي قانون هغه زړه او مبهمه جمله بندي و ننګوي چې تراوسه یې په دودیزه توګه تفسیر دا ډول شوی چې یواځې نارینه ولسمشر کېدای شي.

مېرمن تالقاني استدلال کوي چې د ټاکنو معیارونه د نارینه او ښځو دواړو لپاره دي او د یوې تجربه لرونکې سیاستوالې په توګه دا په څرګنده وړتیا لري.

خو د ټاکنو د څارنې اداره، ساتونکې شورا (شوراې نګهبان) دا استدلال نه مني او د مېرمن تالقاني غوښتنې یې هر ځل رد کړې دي.

د سږ کال په مارچ کې مېرمن تالقاني چې اوس د زاړه عمر لرونکې او له بدني پلوه کمزورې ده او د یوې لکڼې په مرسته ګرځي، یو ځل بیا تکل وکړ، د کورنیو چارو وزارت ودانۍ پر ډبرینو زینو پورته شوه او خپل نوم يې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ثبت کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ایران کې د ښځو مدني آزادۍ محدودې دي

سره له دې چې ښځو ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نومولو اجازه نشته، ښځې د رایه ورکونکو نژدې نیمايي برخه جوړوي، نو ځکه یې رایې مهمې دي او د ولسمشرۍ نوماندان معمولا ډېره هڅه کوي چې د دوې رایې ترلاسه کړي.

د ټاکنیز کمپاین په لومړیو کې، تلونکي ولسمشر حسن روحاني په ټولنیزو رسنیو کې خپل یو عکس خپور کړ چې ډېری تبصرې یې راوپارولې.

د اوونۍ په پای کې هغه یوې غرنۍ سیمې ته تللی و، د دوو ښځینه غره ختونکو ترڅنګ ولاړ و، د دواړو ښځو حجاب یا پوړني هغسې نه و چې د سخت دریځو له نظره به مناسب وګڼل شي.

دا ځوانو، عصري ښځینه رایو ورکونکو لپاره یو څرګند پیغام و، چې ګڼې دی داسې یو نوماند دی چې د لباس په اړه د هېواد د محدودیتونو ډک قانون او د ټولنیزو آزاديو نورو محدودیتونو په اړه له حده ډېره پروا نه کوي.

د انځور حقوق Hassan Rouhani
Image caption په دې انځور کې ولسمشر روحاني (کیڼې خواته) له هغو ښځو سره لیدل کېږي چې عادي لباسونه یې اغوستي

د ښاغلي روحاني د ټاکنیز کمپاین په ویډیو کې د هغو ایرانيو ښځو ستاینه شوې چې د کار او ورزش په ډګرونو کې لاسته راوړنې لري او د هغوی ملاتړ یې کړی.

ښاغلی روحاني تراوسه یواځینی نوماند دی چې په ځانګړي توګه یې د ښځینه رایو ورکوونکو لپاره لاریونونه کړي دي.

ځینې نیوکې

تېره اوونۍ د تهران د شیرودي په سټېډیم کې په زرګونو راټولو شویو ځوانو ښځو په لیوالتیا سره د ښاغلي روحاني هرکلی وکړ.

ډېرو ښځو بنفشه یې رنګه پوړنې پرسر کړي و چې د ده د ټاکنیز کمپاین لپاره غوره شوی رنګ دی او ډېرو نورو هغه پلاکارټونه په لاسونو کې نیولو وو چې د نورو حقونو او آزاديو غوښتنه یې کوله.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ایران په حکومت او سیاست کې د ښځو استازیتوب لږ دی

هغه مهال د پارلمان د یوې نامتو غړې پروانه صلحشوري د وینا ډېر هرکلی وشو چې ویل یې د اخلاقو پولیس باید ښځې پرېږدي او پرځای یې خپل پام د فساد پرضد مبارزې ته واړوي.

ښاغلی روحاني چې د پارلمان ښځینه غړې یې ترڅنګ ولاړې وې، سټېج ته راپورته شو او په غیر مستقیمه توګه یې د خپل سخت دریځه سیال ابراهیم رییسي هغه محافظه کاره نظر وغانده چې وايي د مېرمنو او میندو په توګه د ښځو ونډې پرتله د ښځو کاري دنده او استخدام دومره مهم نه دی.

ښاغلي روحاني وپوښتل: "ایا ته هغه څوک نه یې چې هڅه کوئ ښځې کارونو ته له تګ منع کړې؟ که ته په ريښتیا د ښځو په ټاکلو باور لرې نو ولې دې په دې اړه هېڅ نه دي کړي؟"

واضح ده چې د یوه سخت دریځه محافظه کار په توګه به د ښاغلي رییسي لپاره سخته وي چې د عصري فکر درلودونکې، ځوانې ښځینه رایې ورکونکې راجلبې کړي.

خو سره د دې یې له هڅو ډډه نه ده کړې. په خپل ټاکنیز کمپاین کې یې په وار وار د خپلې مېرمنې یادونه کړې چې پي اېچ ډي یا دوکټورا لري او د پوهنتون پروفیسره ده.

په دې وروستیو کې ښاغلي رییسي خبریالانو ته وویل "کله چې مې مېرمن تر ناوخته پورې کار کوي مهمه نه ده چې که زما د ماښام ډوډۍ سړه وي"،

خو د ښاغلي رییسي منتقدین د ښځو د حقونو په هکله د هغه د ناڅاپي دلچسپۍ په اړه شکمن دي.

د هغه د یوې وروستۍ ټاکنیزې غونډې عکسونو چې ښځینه او نارینه پلویان یې په کې په څرګنده یو له بله جلا وو، د منځلارو لخوا ډېرې ملنډې راوپارولې.

د انځور حقوق AFP
Image caption سخت دریځه نوماند ابراهیم رییسي هم د ښځینه رایو جلبولو هڅه کړې

ډېر خلک ګومان کوي چې د ښاغلي رییسي ريښتیاني نظریات په اصل کې د ایران د ستر مشر، علي خامنه یی، نظریاتو ته نژدې دي چې ویل کېږي دی به یې ځای ناستی وي.

د ښاغلي خامنه يي یوه مشهوره خبره چې وايي د جنسیت برابروالی "یوه ناکامه لوېدیځه نظریه" ده، او ټینګار کوي چې په کور او کورنۍ کې د ایراني ښځو ونډه مهمه ده.

ده په دې وروستیو کې خپل یو عکس خپور کړ چې شاوخوا یې ځوانې کوردي ښځې لیدل کېدې او ځینو نجونو رنګه پوړني پرسر کړي وو چې ويښتان یې له ورایه ښکارېدل.

خو په ټولنیزو رسنیو کې یې په پرلپسې ډول په تهران کې د خپلو تېرو وړاندیزونو یادونه کړې چې د کار په ځای کې باید ښځې او نارینه یو له بله جلا وي. او ولسمشر روحاني څو ځلي له دې امله ورباندې نیوکې کړي.

لفاظي او واقعیت

د ولسمشرۍ د ټاکنو ترڅنګ به، رایه ورکونکي نوې سیمه ییزې شوراګانې هم ټاکي چې په هغو کې ښځې ګډون او ډېر اغېز لري.

څلور کاله پخوا په سیمه ییزو ټاکنو کې ښځینه نوماندانو بېسارې شمېر څوکۍ وګټلې او ډېری ښځې هیله منې دي چې دا ځلي هم هماغسې لاسته راوړنې ولري.

خو تراوسه پورې په ټولیزه توګه هم په سیمه ییزو شوراګانو او هم په پارلمان کې د ښځو د استازیتوب کچه ټیټه ده- په سیاست کې د ښځو د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ کال د رپوټ له مخې د ۱۹۳ هېوادونو په کتار کې ایران ۱۷۷م ځای لري.

خو په سیمه ییزو شوراګانو کې د ښځو ګډون اغېزناکه و او څرګنده ده چې په دې ډګر کې یو بدلون رامنځته کولی شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ایرانۍ ښځې په سیمه ییزو شوراګانو کې له سیاسي پلوه فعالې دي

خو د تهران په ټاکنیزو هڅو کې ښځینه رایې ورکونکې د نوماندانو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

ډېری ښځې پوښتنه کوي چې ایا لفاظي به په داسې تګلارو بدله شي چې په ريښتیا به د دوی د ورځیني ژوند ستونزو ته ځواب ووايی.

د ولسمشرۍ یوه سابقه لرونکې هیله منې نوماندې اعظم تالقاني د امیرکبیر پوهنتون په یوې ټاکنیزې غونډې کې ګډون کړی و.

هغې ژمنه وکړه د دې لپاره چې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د ولسمشرۍ لپاره ځانونه ونومولی شي خپلې هڅې به جاري وساتي خو ویې ویل چې دا ځلي به خپله رایه ولسمشر روحاني ته ورکړي.

مېرمن تالقاني د پوهنتون زده کونکو ته وویل "ښايي موږ به هېڅکله یوه ښځینه ولسمشره و نه لرو، خو دا په دې معنا نه ده چې د نوماندېدو حق دې له موږ څخه واخیستل شي".

اړونده مطالب

ورته مطالب