واشنګټن: سوریې د وژل شویو بندیانو پټولو لپاره بټۍ جوړه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوي انځورونه د دوی ادعا ثابتوي د انځور حقوق Digital Globe
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوي انځورونه د دوی ادعا ثابتوي

د امریکا متحدو ایالتونو د سوریې دولت تورن کړی، چې د بندیانو د وژلو پټولو لپاره یې دمشق ته څېرمه پوځي زندان کې د مړو د سوځولو بټۍ جوړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات د سپوږمکۍ په مټ هغه انځورونه خپاره کړي چې چې (صیدنایا) زندان کې د مړو سوځولو بټۍ بلل شوې.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې وايي، زرګونه بندیان په دغه زندان کې په دار ځړول شوي.

''ډېر پټ'' اعدام

امریکا ته نور د اسد لیرې کېدل 'لومړیتوب نه دی'

د امریکا څارګرې له داعشي قومندان سره واده کړی

امریکا: د سوریې کیمیاوي وسلو برید د روسیې له امله شوی

د منځني ختیځ چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو چارسمبالي مرستیال وزیر ستیورات جونز واشنګټن کې د ناستې پرمهال دغه اسناد وړاندې کړل:

''موږ نن داسې اسناد وړاندې کوو، چې د محرموالي شرط یې تازه لرې شوی. له دغو انځورونو هغه حد او برید جوتېږي چې سوریه د خپلو متحدینو روسیه او ایران پرله پسې ملاتړ څومره پرمخ تللې. دا شواهد چې نن یې موږ وړاندې کوو، د نړیوالو او سیمه ییزو نا دولتي ادارو او نړیوالو رسینو پر رپوټونو او استخباراتي پر رپوټونو ولاړ دي. ''

نوموړی زیاتوي: ''د ګڼو سرچینو د ویناوو پربنسټ، د سوریې رژیم په صیدنایا زندان کې هره ورځ تر ۵۰ پورې زندانیان وژلي او مړي یې په ډله ییزو قبرونو کې خښ کړل شوي. اوس موږ باوري یو چې په دغه زندان کې د مړو د سوځولو اسانتیاوې هم لګول شوې، چې د مړو پاتې شونې پرته له دې چې ډېر شواهد پرځای پرېږدي، له منځه وړي.''

د انځور حقوق Amnesty International
Image caption صیدنایا زندان قصابي بلل شوی

ښاغلی جونز وايي د ۲۰۱۳ کال له پیله زندان کې د وژل شویو بندیانو د سوځولو لپاره بټۍ جوړه شوې.

که څه هم نوموړی په رسمي توګه په صیدنایا زندان کې د وژل شویو بندیانو دقیق شمېر نه ښيي، خو د بښنې د نړیوال سازمان له خولې وايي، په ۲۰۱۱ کال د سوریې د پاڅون له پیله تراوسه هلته شاوخوا ۱۳ زره بندیان اعدام شوي.

د انځور حقوق Digital Globe
Image caption د سوریې صیدنایا زندان کې د وژل شویو بندیانو د سوځولو بټۍ انځورونه، چې د سپوږکۍ په مټ اخیستل شوي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، دا اعدامونه د سوري د دولت جګپوړو چارواکو په امر شوي.

جونز زیاتوي، د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې نظام د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ۶۵ زره یا ۱۱۷ زره کسان بندیان کړي.

ورته مطالب