امنیت شورا شمالي کوریا ته د نویو بندیزونو ګواښ کړی

د شمالي کوریا نوي بالیستیک توغندي ۷۰۰ کیلومتره واټن وهلی
Image caption د شمالي کوریا نوي بالیستیک توغندي ۷۰۰ کیلومتره واټن وهلی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستۍ توغندیزې ازموینې له کبله پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو لګولو ګواښ کړی.

د دغې شورا په خبرپاڼه کې د شمالي کوریا د امنیت له شورا د نورو توغندیزو ازموینو درولو غوښتنه شوې ده.

شمالي کوریا ویلي، د یکشنبې په ورځ یې یو نوی توغندی ازمویلی چې لوی اتومي سروکي لېږدولی شي.

شمالي کوریا توغندی ازمویلی

ډونلډ ټرمپ: د کیم جونګ اون لیدل به ویاړ وي

شمالي کوریا 'بالیستیک توغندی ازمویلی'

دغه توغندي کابو ۷۰۰ کیلومتره واټن وهلی چې د جاپان سمندر لوېدیځ ته تر ۲۰۰۰ کیلومتره ختلو وروسته رسېدلی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د شمالي کوریا خبري اژانس ویلي، کیم جونګ اون هم وروستۍ توغندیزې ازموینې ته ورغلی و

پیونګیانګ ټینګار کوي چې ''د بالیستیک توغندیو سیستم یې پیاوړی'' کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۲۰۰۶ کال راهیسې پر شمالي کوریا شپږ ځلې بندیزونه لګولي.

واشنګټن له شمالي کوریا سره خبرې په ټپه درولې دي او شرط یې دا دی چې پیونګیانګ له توغندیزو ازموینو نه وي اوښتی، تر هغو به خبرې ونه کړي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې ''پیونګیانګ د اوږدمهال لپاره د توغندیو له اړخه ګواښ دی او وروستی خبرداری د ټولو هېوادونو لپاره د خطر زنګ دی، چې پر وړاندې یې باید پر شمالي کوریا بندیزونه ولګول شي.''

ورته مطالب