"د ډيورنډ کرښې په نوم شوې تاريخي تېروتنه باید سمه کړل شي"

دېکن کرونېکل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اروپايي پارلمان مرستیال مشر وايي، پر ډیورنډ کرښه باید بیا کتنه وشي.

دغې وېبپاڼې د اروپايي پارلمان د مرستيال مشر رشارډ چارنېکي هغه څرگندونې مهمې بللې چې وايي د دې مهال را رسېدلى چې ډيورند کرښې ته بيا کتنه وشي.

ښاغلى چارنېکي په خپله شننه کې چې د اروپايي پارلمان مياشتنۍ کې خپره شوې وايي د افغانستان او پاکستان سيمه د نړېوالې ترهگرۍ د روزنې ډگر دى.

نوموړى وړانديز کوي، چې لوېديځ بايد د ډيورند مصنوعي پولې جدي بيا ارزونه وکړي او په سيمه کې د سولې لپاره بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاريخي او طبيعي پولې بيرته را ژوندۍ شي.

د اروپايي پارلمان مرستيال مشر زياتوي، اروپايي ټولنه او امريکا له افغانستان سره ميليونونه ايورو مرسته کوي او د هغې جگړې د گټلو په هڅه کې دي چې نه شي گټل کېدى.

د نوموړي په باور، د دې پر ځای اړتيا ده چې اروپايي ټولنه او امريکا په سيمه کې د اوږد مهالې سولې راوستو لپاره خپلو اړوندو افغان تگلارو ته بيا کتنه وکړي،

نوموړى د ډيورند کرښې له امله پورته شويو ستونزو ته په اشاره وايي "د دې مهال را رسېدلى چې سختې پرېکړې وشي او د ډيورنډ په نوم شوې تاريخي تېروتنه سمه کړل شي."

نيويارک ټايمز:

ل د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا ړومبی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر له یو بهرنیو چارو وزیر سره په سپینه ماڼۍ کې جلا لیدنه لري.

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ له لوري روسيې ته د محرمو معلوماتو د ورکولو د ادعا په تړاو مطلب خپور کړى.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ سپينه ماڼۍ کې د کتنې پرمهال د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف سره د اسلامي دولت نومې ډلې د گواښونو په تړاو داسې معلومات شريک کړي وو،چې د امريکا د يوه متحد له لوري واشنگټن ته ور کړل شوي وو.

رپوټ کې د ورکړل شويو معلوماتو د څرنگوالي ترڅنگ راغلي، چې د ښاغلي ټرمپ دې کړنې سره د دغو استخباراتي معلوماتو سرچينه او تر لاسه کولو لارې چارې يې هم ډاگیزېدی شي او دا د امريکا او متحدينو ترمنځ يې استخباراتي همکاريو ته گواښ پېښوي.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې ولسمشر په چین کې د یو کمربند او یوه لار په نوم غونډې په بهیر کې دا خبرې کړې دي.

واشنگټن پوسټ وايي روسيې خبردارى ورکړى چې د شمالي کوريا له وېرولو دې ډه ډه وشي.

ورځپاڼه ليکي ویلاديمير پوتين په چين کې د خبرو پر مهال د شمالي کوريا وروستۍ توغنديزه ازموينه وغندله او دا چاره يې خطرناکه وبلله.

خو په همدې حال يې دا گواښنه هم کړې چې د شمالي کوريا د ډارولو هڅه دې ونه شي او بايد ورسره په سړه سينه چلند وشي.

د ورځپاڼې په وينا چې د ښاغلي پوتين خطاب يقينا" واشنگټن ته و.

روسيه يو هغه هېواد دى چې له شمالي کوريا سره نژدې ډيپلوماتيک اړيکي لري او په نړېوال ډگر کې د اغېز شيندلو لپاره شمالي کوريا ته لا نژدې کېدل غواړي.