رومانیا کې ۱۵ پاکستانیان تښتول شوي

رومانیا د انځور حقوق AFP
Image caption رومانیا کې د پاکستان سفیر ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د خپلو اتباعو د خوشي کولو په هڅه کې دی.

په رومانیا کې د پاکستان سفارت بي بي سي ته وویل، په رومانیا کې ۱۵ پاکستانیان تښتول شوي، چې اوس یې د موندلو او خوشي کولو لپاره له رومانیايي چارواکو سره په ګډه کار کېږي.

په رومانيا کې د پاکستان د سفارت چارواکي وايي، د تښتول شویو پاکستانيانو د خوشي کولو لپاره د رومانيا د کورونو چارو د وزارات له چارواکو سره په تماس کې دي.

رومانیا کې د پاکستان سفیر ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د خپلو اتباعو د خوشي کولو په هڅه کې دی.

له پاکستان نه اروپا ته د کار لپاره دغه تللي پنځلس پاکستاني ځوانان د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزير زوى افغانستان کې وژغورل شو

پاکستان کې تښتول شوی پخوانی افغان چارواکی خوشې شو

پاکستان کې د پوليسو اووه کارکوونکي تښتول شوي

په تښتول شویو کې شپږ کسان د خیبر پښتونخوا سوات اوسېدونکي او نور د بېلابېلو سیمو دي.

د سوات کبل سیمې اوسېدونکي شاه حسین بي بي سي ته وویل، په تښتول شویو کې د رحمت علي په نوم یو دده کشر ورور او د هلال احمد په نوم د ده بل خپلوان هم شامل دي.

دی وايي، د دوی عمرونه شاوخوا یوویشت کاله دي، لوستي وو خو دندې یې نه لرلې.

شاه حسین چې د مردان پولیسو کې سرتېری دی، وايي، وړاندې یې هم د کورنۍ غړي په ناقانونه توګه اروپا ته تللي دي.

نوموړی زیاتوي، ورور یې لومړی ایران او بیا ترکیې ته تللی او هلته یې مزدوري کوله، خو وروسته یې د اروپا تګ ته تکل وکړ.

هغه وايي، ورور یې ورته ویلي چې له تښتول کېدا وروسته وهل شوي او ډبول شوي دي.

د انځور حقوق Shah Hussain
Image caption په تښتول شویو کې یو د سوات رحمت علي دی

دی له حکومته د خپل ورور د راخوشي کولو غوښتنه کوي.

د سوات کبل سیمې د یوه بل تښتول شوي شیر علي خور بي بي سي ته وویل، دوی ډېر پوروړي وو، ځکه یې ورور اورپا ته د تللو هوډ وکړ چې هلته پیسې وګټي او خپل پور پرې کړي.

دا وايي، شیر علي د دوی مشر ورور و او نور وروڼه یې کوچنیان او د خوارۍ نه دي.

د رومانیا د کورنیو چارو وزارت ددغو تښتول شویو پاکستانیانو په اړه بې خبري ښودلې ده.

ورته مطالب