"د ترکیې پېښه کې افغانان ډېر ښکېل نه دي"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption شکېب مستغني: پيښه د ترکي پولیسو تر څیړنو لاندې ده او تراوسه په کې د افغانانو وژنه نه ده تثبیت شوې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، لومړني راپورونه یې ښيي چې د ترکیې په استانبول ښار کې د کډوالو او ځايي کسانو ترمنځ شخړه کې افغانان ډېر ښکېل نه دي.

د ترکیې په استانبول ښار کې د ځایي خلکو او کډوالو ترمنځ شخړه وروسته له هغې راپورته شوه چې څو ورځې وړاندې کډوالو یو ځايي اوسېدونکی د چاکو په ګوزار وواژه.

پر خواله رسنیو یو شمېر بوږنونکي ویډيويي کلیپونه لاس پر لاس شوي، چې یو کس پر ځینو نورو کسانو، چې ادعا کېږي افغانان دي، د چاکو ته ورته تېرو الو ګوزارونه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له پیښې وروسته د وژل شوي کس خپل خپلوانو پر مېشتو کډوالو د چړو بریدونه وکړل او ځینې یې مړه او ټپیان کړل.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغنی وایي، پېښه چې د ترکي پولیسو تر څېړنو لاندې ده په بشپړ ډول جنایي بڼه لري او تراوسه په کې د افغانانو وژنه نه ده تثبیت شوې:

"په استانبول کې د افغانستان جنرال کونسلګري چې کوم لومړنی راپور راکړی ښيي چې ګومان نه کېږي ډېر افغانان دې په دې قضیه کې ښکېل وي، ځکه د غازي عثمان په نوم د استانبول په دې سیمه کې چې شخړه رامنځ ته شوې لږ افغانان مېشت دي."

ترکیه کې تاریخي ټولپوښتنه پيل شوه

ترکیه کې موټربم او وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې

ترکیه کې د کردانو پلوي مشران او د پارلمان استازي نیول شوي

ښاغلی مستغني وایي، د شخړې په سیمه کې تر ډېره پاکستاني او سوري کډوال مېشت دي.

نوموړی زیاتوي چې په انقره کې د افغانستان سفارت او په استانبول کې د دغه هېواد جنرال کونسلګري له ترکي پولیسو سره په اړیکه کې دي چې د افغانانو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات راټول کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، که ثابته شي چې په شخړه کې افغانان زیانمن شوي، د ترکیې له اړوندو ادارو به ورته د عدالت غوښتنه وکړي.

په استانبول کې مېشت افغانان بیا وایي، د پېښې په سیمه کې وضعیت عادي نه دی او افغانان په اسانه د باندې نه وځي. د زین العابدین خیري په نوم افغان کډوال بي بي سي ته وویل:

"په دې سیمه کې اوس هم وحشت خپور دی، بل دا چې زمونږ افغانان لا هم په خپلو کورونو کې دي، احتیاط کوي او بهر نه وځي، د ترکیې په نورو سیمو کې وضعیت عادي دی."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ستانبول ولایت ویاند: په پېښه کې یو ترکی او یو بهرنی وګړی وژل شوي، خو د بهرني وګړي هویت لا معلوم نه دی

په ترکیه کې مېشتو یو شمېر نورو افغانانو بیا پر خپلو فېسبوک پاڼو د دې لانجې په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

له دې ډلې افغان محصل مطیع الله الهام لیکلي، 'په دې پېښه کې شاوخوا ۲۰ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې او ټپيان په بد وضعیت کې دي. ' دی لیکي د ترکیې روغتونونه افغان ټپيان هم نه بستروي ځکه چې روغتیایي بیمه نه لري.

په انقره کې د افغانستان سفارت بیا د استانبول ولایت د ویاند په حواله لیکلي چې پیښه کې یو ترکی او یو بهرنی وګړی وژل شوی چې د بهرني هویت لا نه دی معلوم.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او ترکي پولیسوله پیښې وروسته ۳۰۰ سوري، ۲۰۰ پاکستاني او ۳۰ افغان کډوال نیولي او پوښتنې ګروېږنې ورنه کوي.

ورته مطالب