"افغان کډوال د پاکستان تاوتریخوالي کې لاس نه لري، په زور اېستل کېږي"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر کال په پرتله له پاکستان د افغان کډوالو سږ کال ستنېدل کم شوي دي.

ډان ورځپاڼې له پاکستانه په خپله خوښه د ستنېدونکو افغان کډوالو په تړاو يو مطلب خپور کړى چې وايي د افغان کډوالو ستنېدنه د هغوى په خوښه نه بلکې جبري ترسره کېږي.

مطلب کې راغلي افغان کډوال د پوليسو له لوري ځورول کېږي، په زوره پيسې او ان د کډوالۍ اسناد يې ترې اخيستل کېږي.

ورځپاڼه زياتوي دا کډوال په يوه نامالوم حقوقي دريځ کې وخت تېروي او دا د افغانستان، پاکستان او ملگروملتونو ترمنځ د شويو حقوقي هوکړو خلاف چاره ده.

ليکوال له ترهگريزو بريدونو سره د افغان کډوالو تړل د توجيه وړ نه بولي او وايي بريدونه د پاکستاني طالبانو غورځنگ له لوري پلان او تر سره کېږي.

د ليکوال په باور داسې يوه هېواد ته چې لا هم د جگړې اور پکې بل دى، په زور د کډوالو ستنول د وجدان خلاف کړنه ده.

ایکسپرېس ټريبيون:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption په قبایلي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو ګزمه.

پاکستانۍ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوڅ وينا ته کتنه کړې.

ده ویلي، افغان حکومت دې لپاره چې ثابته کړي خاوره يې د پاکستان پر ضد نه ده کارول شوې، چمتو دی يوه دريمگړې ډله د دې خبرې ارزونه او پخلى وکړي.

ښاغلي بلوڅ دا څرگندونې د پاکستان مشرانو جرگې ته کړې او ويلي افغانستان ته د پاکستاني پارلمان ورغلي پلاوي ته دا وړانديز شوى.

ټايمز اف انډيا:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا په اچین کې د داعش پر ضد تر ټولو ستر نااټومي بم هم وغورځاوه.

دغې هندۍ ورځپاڼې د پنټگان وياند جېف ډېوېس هغه وينا مهمه بللې چې وايي داعش سخت زيار باسي چې په افغانستان کې خپل کمزورى شتون يا حضور وساتي.

د ورځپاڼې په وينا، د پنټگان وياند له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل د ده په باور اسلامي دولت نومې ډله اوس په افغان خاوره کې د پراخېدو په لور نه ده روانه، او ان د خپل حضور ساتلو په برخه کې هم په بوخته کې ښکېله شوې.

ښاغلي ډېوېس ويلي د داعش خراسان څانکه اوس کوچنۍ شوې او د ننگرهار تر يوې وړې غرنۍ سيمې پورې محدوده شوې ده. د پنټگان وياند وايي دوى به د داعش د ځپلو هڅې روانې وساتي.

د ښاغلي ډېوېس په وينا، په افغانستان کې د امريکا موخه دا ده چې دغه هېواد نور د ترهگرو په ځاله بدل نشي او له دې ځايه د امريکا پر وړاندې بريدونه پلان او ترسره نه کړي.

نوموړي زياته کړې چې امريکا به همداراز خپل پام د القاعدې او د پلويانو پر ځپلو يې ور ټول وساتي.