پوتین: ثبوت لرو چې ټرمپ پټ معلومات نه دي راکړي

ټرمپ او لاوروف د انځور حقوق AFP
Image caption دوو امریکايي چارواکو ویلي و، چې له ښاغلي لاوروف سره د اسلامي دولت نومې ډلې په اړه د خبرو پر مهال ښاغلي ټرمپ د روسیې بهرنیو چارو وزیر ته پټ معلومات ورکړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دوی کولای شي ثابته کړي، چې تېره اونۍ امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته لیدنه کې هېڅ پټ راز نه دی ویلی.

د روسیې سوچي ښار کې له ایټالوي لومړي وزیر پاولو ګانتیلوني سره ګډې خبرې غونډې ته وینا کې ولسمشر پوتین د ټوکې په انداز وویل، چې وزیر لاوروف تر اوسه هغه پټ معلومات نه دي رسوولي.

ښاغلي پوتین زیاته کړه د امریکايي پارلمان غړو د ډاډ لپاره روسیه کولای شي له ولسمشر ټرمپ سره د ښاغلي لاوروف د خبرو مسوده دوی ته ورکړي.

ډونلډ ټرمپ: فدرالي پولیس مې نه پلټي

ډونلډ ټرمپ: په ۱۰۰ ورځو کې تر ټولو بریالی وم

د دوشنبې پر ورځ دوو امریکايي چارواکو ویلي و، چې له ښاغلي لاوروف سره د اسلامي دولت نومې ډلې په اړه د خبرو پر مهال ښاغلي ټرمپ د روسیې بهرنیو چارو وزیر ته پټ معلومات ورکړي دي.

له دې مخکې امریکايي رسنیو ادعا کړې وه، چې دغه معلومات داسې یوه متحد له لوري ورکړل شوي وو، چې نه یې غوښتل د روسیانو لاس ته ورسېږي.

د سې شنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي و:

''د ولسمشر په توګه مې غوښتل له روسیې سره شریک کړم 'په هغه لیدنه کې، چې سپینه ماڼې کې کېده ' چې د ولسمشر په توګه یې حق لرم، د ترهګرۍ او د الوتنو خوندیتوب اړوند ثبوتنو په اړه '

د دې هدف له بشریت سره خواخوږي وه، دې سره ما دا غوښتل روسیه د اسلامي دولت ډلې او ترهګرۍ خلاف مبارزې کې نور فعالیت وکړي. ''

د انځور حقوق AFP

د واشنګټن پوسټ رپوټ کې ویل شوي و، د ولسمشر ټرمپ د معلوماتو مهم ټکی چې د اسلامي دولت ډلې د پلانونو اړوند وو، په الوتکو کې پر لیپ ټاپونو بندیز و.

د ډونلډ ټرمپ دغه کړنه له قانونه سرغړونه نه ده.

د امریکا د ولسمشر په توګه نوموړی کولای شي معلومات افشا کړي، خو له دې کبله پرې دیموکراتان سختې نیوکې کوي او د نوموړي خپل جمهوریتپال ګوند هم په ورنه د د سپیناوي غوښتنه کوي.

ورته مطالب