د ۱۰۶ کلنې هندۍ انا مشهور خواړه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ۱۰۶ کلنې هندۍ انا مشهور خواړه

دغه سپین سرې ښځه 'مستانه ادې ' بولي او ویل کېږي، چې ۱۰۶ کلنه ده. پر یو ټیوب د هغې د خوړو لیدونکو شمېر سلګونو زرو کسانو ته رسېږي.مستانه ادې د هند سویلي اندراپردېش ایالت په یوه کلي کې اوسي، د زېږېدو مهال کوم سند نه لري، خو په وینا یې عمر یې اوسمهال ۱۰۶ کاله دی.