"پاکستان قبایلي سیمو کې پوره سمون نه راولي او نه یې له پښتونخوا سره یو ځای کوي"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان وايي ترپنځو کلونو به قبایل له اوسني حالت وباسي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله پر ډیورنډ کرښه قبایلي سیمو کې د سمون لپاره ځانګړې کړې.

ورځپاڼه کاږي اوس ستونزه دا ده چې داسې ښکاري چې حکومت نه غواړي چې په قبایلي سیمو کې بشپړ سمون راولي او له پښتونخوا ایالت سره یې یو ځای کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د قبایلي سیمو اوسیدونکي حق لري چې د پاکستان د نورو سیمو د اوسیدونکو په څیر د اساسي قانون له حکم سره سم عدلي سیستم ولري.

د نیوز:

پاکستانۍ ورځپاڼې The News خبر ورکړی چې په کابل کې د پاکستان سفارت هغه دوه کارکوونکي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې نیولي و بیرته خوشي شوي دي. ورځپاڼې د پاکستانیو سرچینو د ادعا له مخې رپوټ ور کړی چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پاکستان سفارت د تشریفاتو مرستیال حسن خانزاده او د سفارت موټروان منیر شاه نیولي وو.

دغه راز ادعا شوې چې د ملي امنیت ادارې دواړه د پنځو ساعتونو لپاره په توقیف کې ساتلي او ربړولي هم دي.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان وايي، هندي ځواکونه ولسي وګړي وژني.

بله هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز لیکي چې پاکستاني پوځ پر کنټرول لاین د ملګرو څارونکو له هندي ځواکونو شکایت کړی چې ګواکې پر ملکي وګړو ډزې کوي.

پاکستاني پوځ دغه راز ویلي د ملګرو ملتونو څارونکو ته یې د کنټرول لاین د وضعیت په اړه هم معلومات ورکړي دي.

هندیو ورځپاڼو د هغه هندي په اړه ډیر مطالب خپاره کړي چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی، دغه هندي کلبوشن یاداو نومیږي او په اړه یې د نورو ورځپاڼو ترڅنګ The Hindu لیکي چې نړیواله محکمه نن د پاکستان د استیناف په اړه خپله پریکړه کوي چې له مخې یې د هغې پریکړې د ماتولو غوښتنه کوي چې د هند د غوښتنې له مخې د یاداو په حق کې داعدام شوی حکم ځنډول شوی.

The Hindu زیاتوي چې هند په دې برخه کې د ویانا کنوانسیون د مادو پر بنسټ استدلال کړی.

هندۍ ورځپاڼې دغه راز وايي، دا ویره شته چې د نړیوالې محکمې له خوا د یاداو د قضیې په اړه د څیړنو پرمهال نوموړی د پاکستان له خوا اعدام شي.

ګارډین:

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي چې د لیبیا د تیلو د ملي شرکت مشر پر یوه جرمني شرکت تور لګولی چې د تیلو د پير په معامله کې یې په څه باندې نهه سوه ملیونه امریکايي ډالرو خوله پټه کړې او د ملګرو ملتونو له ملاتړه د برخمن حکومت له ځینو کړیو سره د جوړ جاړي له لارې د تیلو د تر لاسه کولو ناانډوله تړونونه تر لاسه کړي دي.

خو زیاتوي چې د جرمني وینټر شل نومي شرکت دغه تورونه رد کړي او ویلي دي چې د تیلو د نړیوال مارکیټ تقاضا په رڼا کې د تیلو د پیر معاملې کوي.

د تیلو صادارت د لیبیا د اقتصاد مهمه سرچینه ده او څه باندې اتیا سلنه اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او عراق له جګړې ځینې ستانه شوي پوځیان هم رواني ستونزې لري.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ امریکايۍ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې زرګونه سرتیري چې په پوځ د ناسم چلند له امله یې دنده پای ته رسول شوې له جګړې وروسته اروايي ستونزو کړیږي.

په راپور کې ویل شوي چې په تيرو څلورو کلونو کې د څه باندې نوي زره پوځیانو دندې پای ته رسول شوې چې نږدې دوه پر درې برخه یې له جګړې وروسته له اروايي ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

ورځپاڼه زیاتوي په دې برخه کې د شوې څېړنې پایلې له جګړې د را ګرځیدلو سرتیرو وضعیت ته د دفاع وزارت د پاملرنې په برخه کې پوښتنې را ولاړوي.