پاکستاني توکمه برتانویانو کې تر ټولو ډېر جبري ودونه شوي

د انځور حقوق .
Image caption د جبري ودونو ۸۰ سلنه قربانیانې مېرمنې دي.

د زور یا جبري ودونو اړوند د برتانیا د حکومتي شمېرو له مخې، پر ۲۰۱۶ کال تر ټولو ډېر جبري ودونه پاکستاني توکمه برتانوي وګړو کړي دي.

له دې معلوماتو ښکاري، چې پاکستان کې د برتانويانو د زور ودونو پېښې تر نورو هېوادونو خورا ډېرې دي.

د برتانیا حکومت د ۲۰۱۶ کال د معلوماتو له مخې د ټولې نړۍ د جبري ودونو ۴۳ سلنه پېښې پاکستان کې رامنځ ته شوې دي.

* د زور ودونو پر وړاندې د بريتانيا قانوني تدبيرونه

* بریتانیا کې یو سړی د جبري واده په جرم نیول شوی

د برتانیا د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت له خوا د جبري ودونو سره د مبارزې اداره ( فورسډ میرج یونټ) وايي، تېر کال په مختلفو هېوادونو کې د برتانوي وګړو د داسې ودونو ۱۴۲۸ پېښې رپوټ شوې دي.

په رپوټ کې ویل شوي، چې پروسږ کال پاکستان کې د برتانوي وګړو د جبري ودونو یا د دې ودونو د هڅې پېښې زیاتې شوې او شمېر یې ۶۱۲ ته رسېږي.

په دې دویم نمبر کې بنګله دېش دی، چې ۱۲۱ پېښې یې رپوټ شوې دي.

د برتانوي وګړو د جبري ودونو پېښې په هند کې ۷۹، سومالیا کې ۴۷، افغانستان کې ۳۹ او سعودي عربستان کې ۱۶ رپوټ شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پښتونخوا په سوات کې له جبري واده تښتېدلې ۱۳ کلنه نجلۍ.

ویل کېږي دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د برتانوي وګړو د جبري ودونو له امله لومړی ځای خپلوي.

پر ۲۰۱۵ کال هم پاکستان کې دا ډول ۵۳۹ پېښې شوې وې او د ورته هېوادونو په سر کې یې ځای درلود، ور پسې بنګله دېش په ۸۹ پېښو سره دویم نمبر شوی و.

د برتانوي چارواکو په خبره، ۲۰۱۶ کال ۱۵۷ داسې پېښې هم شوې دي، چې په برتانیا کې د جبري ودونو هڅې ښيي.

* افغانستان کې جبري ودونه کم شوي

* پاکستان کې د جبري ودونو د قربانیانو ژغورل

د شمېرو له مخې، پر ۲۰۱۶ کال د جبري ودونو په ۱۱۴۵ پېښو کې مېرمنې اغېزمنې شوې چې د ټولو پېښو ۸۰ سلنه جوړوي او نارینه د دې ودونو له ۲۸۳ پېښو اغېزمن دي.

دوی وايي، په دې کې ۳۷۱ داسې پېښې هم دي چې د اغېزمن کس عمر له ۱۸ کلونو کم دی.

په برتانیا کې جبري واده جرم دی.

د برتانیا حکومت داسې واده جبري بولي، چې د واده یو یا دواړه لوري په وېرولو، ډارولو، خبرداري یا ذهني او مالي فشار سره واده ته اړوتلي وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه لس کلنه هنرمنه د زور واده پر ضد د داسې لس کلنې نجلۍ رول لوبوي چې ۴۷ کلن سړي ته واده شوې وه.