ډونلډ ټرمپ: د اېف بي ای پلټنه امریکا زیانمنوي

د انځور حقوق v
Image caption ټرمپ وايي، د ټاکنو بهیرکې یې له روسیې سره اړیکي نه درلودل.

د امریکا د عدلیې وزارت له خوا د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او روسیې ترمنځ د احتمالي اړیکو د څېړلو لپاره د ځانګړي څارنوال ټاکلو د ښاغلي ټرمپ توند غبرګون پارولی دی.

ده لومړی په یوه ټویټر پيغام کې ویلي و چې دا د امریکا په تاریخ کې یوه سیاستوال ته د زیان رسولو تر ټولو لوی کمپاین دی.

* ډونلډ ټرمپ: فدرالي پولیس مې نه پلټي

* ډونلډ ټرمپ: په ۱۰۰ ورځو کې تر ټولو بریالی وم

نوموړي اوس په خبري غونډه کې ویلي، چې په تېرو ټاکنوکې د روسیې د لاسوهنې په تړاو د پلټنې لپاره د ځانګړي سلاکار ګومارل دغه هېواد ډېر زیانمنوي.

بل لورته ډیموکراټ ګوند د ښاغلي مولر د ټاکل کیدو هر کلی کړی، جمهوریپال ګوند چې ښاغلی ټرمپ یې استازيتوب کوي هم پر دغه ټاکنه خوښي ښودلې ده .

د امریکا وېشل

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption ډونلډ ټرمپ دا نه مني چې د پلټنو اغېزمنولو لپاره یې کومي له دندې ګوښه کړ.

د امریکا ولسمشر وايي له روسیې سره د ده د ټاکنیز کمپاین د اړیکو په اړه پورته شوي ګامونه هېواد ناکراروي او ویشي یي.

"زما په نظر له همدې امله همدا اوس زموږ هېواد سره ډیر ویشل شوی. نو ځکه وایم چې موږ غواړو په هېواد کې یو والی رامنځته کړو او په ډیر قوت سره ویلی شم چې په دې برخه کې مو ډیر پرمختګ کړی".

په ورته مهال یې یو ځل بیا له ځان دفاع وکړه او په ټاکنیز بهیر کې یې له روسیې سره د هر ډول اړیکو لرل رد کړل.

"دا ټوله معامله یواځې د ګوته نیولو لپاره ده بله نتیجه به ونه لري".

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

* لاوروف: د مسکو- واشنګټن اړیکي د پخوا په پرتله ښه شوي

د اېف بي ای پخواني مشر جېمز کومي په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز بهیر او روسیې ترمنځ د ادعا شوو اړیکو پلټنه کوله.

خو ولسمشر ټرمپ نوموړی تېره اونۍ له واک ګوښه کړ او اوس د دې پلټنې لپاره د اېف بي ای پخواني مشر رابرټ مولر ګومارل شوی دی.

نوموړي د پنجشنبې ورځې خبر غونډه کې دا خبره رد کړه چې د دغې پلټنې د اغېزمنولو لپاره یې جېمز کومي له دندې ګوښه کړ.

"د ډېرو خلکو کومي نه خوښېده، کله چې ما دا پرېکړه وکړه، نو پوه شوم چې دا پرېکړه د دواړو ګوندونو پرېکړه ده، ځکه تاسو به یواځې جمهوريپال په پام کې نه نیسئ، بلکې د ډیموکراټانو خیال به هم ساتئ، هغوی ټولو د رییس کومي په هکله لا له مخه بدې خبرې کولې".

د ناسم چلند ښکار شوی سیاستوال

د انځور حقوق Reuters
Image caption رابرټ مور د زوی بوش او اوباما وخت کې د اېف بي ای مشر و.

د چهارشنبې په ورځ ډونلډ ټرمپ ویلي په تاریخ کې به له بل کوم سیاستوال سره دومره ناسم چلند نه وي شوي، څنګه چې اوس له ده سره کېږي.

نوموړي په تېره خبري غونډه کې هم وویل، چې هیلري کلنټن په خپل ټاکنیز کمپاین کې "ډیرې تیروتنې" وکړې هغه "تیروتنې" چې د اوباما حکومت هم کړې وې، خو هیچا یې د ځانګړي څارنوال له خوا د پلټنې غوښتنه ونه کړه.

له روسیې سره د اړیکو پلټنې لپاره د ځانګړي سلاکار د ټاکلو پرېکړې سپیه ماڼۍ هم ډېره حیرانه کړې، ځکه مرستیال لوی څارنوال له دې ګومارنې یواځې ډونلډ ټرمپ خبر کړی و.

اېف بي ای او کانګرېس دواړه د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او روسیې ترمنځ د ممکنه اړیکو پلټل غواړي، چې اوس رابرټ مولر ته دا کار سپارل شوی دی.

د امریکا څاګرې ادارې وايي، چې مسکو د نومبر ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د بریالي کولو هڅه کړې ده.

مرستیال لوی څارنوال روزیزسټین راډ د رابرټ مولر له ګومارنې وروسته وویل، چې د ملي ګټو او غوښتنو له امله یې دې پلټنې ته د داسې کس ګومارل پکار و، چې ازاده پلټنه وکړي.

رابرټ مولر هم ویلي، چې دا مسوولیت مني او خپل واک ته په پام به د ښې پلټنې هڅه وکړي.

ورته مطالب