د ایران ولسمشر حسن روحاني دویم ځل ولسمشر شو

د روحاني لویه لاسته راوړنه له لویو قدرتونو سره د ایران اتومي هوکړه بلل کېږي د انځور حقوق AFP
Image caption د روحاني لویه لاسته راوړنه له لویو قدرتونو سره د ایران اتومي هوکړه بلل کېږي

د ایران حکومتي د کورنیو چارو وزارت وايي، اوسنی ولسمشر حسن روحاني له ټول ټال شاوخوا څلوېښت میلیون رایو درویشت میلیونه ګټلې او د دویم ځل لپاره ولسمشر شو. د ایران نګهبان شورا بایددغه رایې تاییدکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وویل، له ټول ټال رایو حسن روحاني ۵۷ سلنه رایې اخیستې دي.

ښاغلی روحاني اوس په رای اچونه کې د درغلیو له اټکل شویو ادعاوو سره مخامخ دی.

بل لور ته د ایران د نوي ولسمشر په توګه د حسن روحاني له اعلان وروسته د افغانستان دولت وايي، هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي تمه لري چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کابل او ایران تر منځ هغه سند چې دوی يې جامع بولي لاسليک شي تر څو يې له مخې اړيکې لا وغوړېږي.

د حسن روحاني ژوندلیک

د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې رایه اچونه د شپې ۱۰ بجو پورې وغځېده

ایران کې ولسمشریزې او د شوراګانو ټاکنې

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون مننه کړې ده.

د ښاغلي روحاني ټاکنیز سیال ابراهیم رییسي بیا پر د ښاغلي روحاني پر ادارې د ناوړه اقتصادي سمون او د بهرني نفوذ ډېرولو تور لګوي.

اټکل دی چې له ښاغلي رییسي سره د ایران د اسلامي انقلاب د مشر ایت الله علي خامنه یی ملاتړ هم دی.

په ایران کې د ټاکنیز قانون له مخې که د ولسمشرۍ هېڅ کوم نوماند تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې ونه شي ګټلی، په یوه اونۍ کې به دویم پړاو ټاکنې کېږي.

روحاني په ۲۰۱۳ کال له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د نوي باب پرانیستلو وتوانېد، خو د نوموړي د واکمنۍ پرمهال تر ۲۰۱۷ کال پورې ایران کې چندان اقتصادي وضعيت ښه نه شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption اټکل دی چې له ښاغلي رییسي سره د ایراند اسلامي انقلاب د مشر ایت الله علي خامنه یی ملاتړ هم دی.

دوه کاله وړاندې روحاني له سترو نړیوالو قوتونو سره د ایران د اتومي فعالیتونو د کمولو پرسر چنې ووهلې چې په لړ کې یې پر ایران اقتصادي بندیزونه راکم کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption تهران کې د رای اچونې یو مرکز
د انځور حقوق Reuters
Image caption رسمي شمېرې ښيي په رای اچونه کې د خلکو د ګډون کچه ۷۱ سلنه وه.

د ایران ۲۰۰۹ کال ولسمشریزې ټاکنې، چې په لړ کې یې محمود احمدي نژاد د دویم ځل لپاره ولسمشر شو، له ډېرو لانجو سره مخامخ شوې.

د ټاکنو پر پایلو پراخ لاریونونه وشول، چې د میلیونونو ایرانیانو په وینا، د دوی رایې غلا شوې او د بیا ټاکنو غوښتنه یې کوله.

په ایران کې د هغو کسانو شمېر څه باندې ۵۶ میلیون ښودل شوی، چې د رای اچولو حق لري. په دغو کسانو کې یو میلیون او ۳۵۰ زره او ۲۹۴ کسانو د لومړي ځل لپاره ټاکنو کې ګډون کړی.

په دې ټاکنو کې د رای اچولو لپاره ۶۳ زره او پنځه سوه مرکزونه پرانیستل شوي وو.

د انځور حقوق MEHRNEWS
Image caption ایت الله خامنه ای له رای اچونو غوښتي وو چې ژر رای اچونې مرکزونو ته ولاړ شي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په ایران کې خلک په ولسمشرۍ ټاکنو کې رایې اچوي. اوسنی منځلاری ولسمشر حسن روحاني له خپل محافظه کار سیال ابراهیم ریسي سره مخامخ دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب