هند: د ماشومانو تښتول کېدو ګنګوسې، شپږ کسان وژل شوي

د انځور حقوق RAVI PRAKASH
Image caption پولیس وايي، دوو سیمو کې د ماشومانو تښتونکو شتوالي ګنګوسو له کبله حالت ترینګلی دی

د هند جارکنډ ایالت کې پارېدلو خلکو د ماشومانو تښتونکو یوې ډلې شتوالي له ګنګوسو وروسته په وهلو ډبولو شپږ کسان وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، درې کسان په سرای کلا او درې نور په جمشېد پور سیمو کې د پنجشنبې پر ورځ وژل شوي دي.

د ځايي پولیسو یوه ویاند ار ایم ملک بي بي سي هندي ته ویلي، معلومه نه ده، چې دغه ګنګوسې څه مهال پیل شوې، خو په وینا یې د سیمې اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي:

''دوی پر هر هغه کس چې نه یې پېژني د ماشومانو تښتونکي ګومان کوي. ''

نوموړي ویلي سرای کلا سیمه کې پولیسو هڅه کوله د خلکو ګڼې ګوڼې مخه ونیسي، خو پولیس هم په کې ټپیان شول.

هند کې نامعلومې ناروغۍ ۱۹ ماشومان مړه کړي

هند: کښتۍ اوښتو پېښه کې شپږ ماشومان وژل شوي

د پولیسو افسر ډي کې پانډې ویلي، دوی تر اوسه د ماشومانو تښتول کېدو کوم رپوټ نه دی موندلی، ځکه په وینا یې 'دا خبرې تشې ګنګوسې دي. ' جارکنډ د هند له ډېرو بېوزلو ایالتونو یو دی.

هند کې له دې مخکې هم د ګڼو خلکو خپل سرو ډلو له لوري د وژلو او وهلو ډبولو خونړۍ پېښې شوې دي.

اپریل کې یو سړی چې څاروي یې لېږدول د خلکو له لوري وهل ډبول شوی و، چې وروسته یې ساه ورکړه.

شمالي هند کې یو مسلمان سړی ۲۰۱۵ کال اوږدو کې له هغو ګنګوسو وروسته د ګڼو خلکو ډلې وواژه، چې ګواکې کاله کې یې د غوا غوښه پخه شوې وه، چې هندوان یې سپيڅلې بولي.

هلته په شمال ختیځ اسام ایالت کې له ۲۰۱۰ کاله تر ۲۰۱۶ کاله پورې د جاودوګرۍ تورونو له کبله نژدې ۷۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې وې. ۲۰۱۵ کال کې ناګالنډ کې بیا ګڼو خلکو په جنسي تېري تورن سړی له زندانه وایست او ویې واژه.

اړونده مطالب

ورته مطالب