هند کې ښځې د 'جنسي تېري کوونکي' تناسلي اله غوڅه کړې

په تېرو څو کلونو کې هند پر نجونو د جنسي تېري د ډېرو پېښو شاهد دی. د انځور حقوق SAJJAD HUSSAIN/AFP/Getty Images
Image caption په تېرو څو کلونو کې هند پر نجونو د جنسي تېري د ډېرو پېښو شاهد دی.

د هند کیرالا ایالت کې یوې ۲۳ کلنې ښځې د یوه روحاني هندو تناسلي اله غوڅه کړې چې وايي دغه مذهبي مشر په تېرو څو کلونو کې پر هغې پرله پسې جنسي تېری کړی دی.

پولیس وايي، دغه تورن مذهبي کس د ځینو مذهبي مراسمو ترسره کولو لپاره د یادې نجلۍ کور ته ورتله.

د نجلۍ پلار له څو کلونو راهیسې ناروغ دی او مور یې د هندو روحاني او د مذهبي مراسمو په ګټې اخیستو د خپل مېړه د روحي دردونو کمولو لپاره مذهبي مراسم ترسره کول.

خو نجلۍ ادعا کوي چې دغه مذهبي هندو سړي به له وخته په ګټې اخیستو پر دې جنسي تېری کاوه.

۱۰ کلنې نجلۍ د ګېډې ماشوم لرې کولو اجازه غوښتې

هند: جنسي تېری پر انټرنیټي ټکسیانو د بندیز لامل شو

هند کې بیا ډله ییز جنسي تېری شوی

رپوټونه وايي، د تېرې جمعې په شپه (مې ۱۹مه) دغې نجلۍ د یوې چړې په مټ او هغه مهال چې هندو سړي پرې د جنسي تېري هوډ درلود، پر هغه برید کړی.

له پېښې وروسته دې نجلۍ پولیسو ته تیلیفون کړی.

رپوټونه وايي، دغه مذهبي سړی ژر د روغتون عاجلې برخې ته وړل شوی.

د روغتون چارواکو ویلي، ماښام نژدې اوه بجې ۵۴ کلن سړي ډېره خونریزي درلوده.

ډاکټران وايي، د دغه سړي نژدې ۹۰ سلنه تناسلي اله غوڅه کړل شوې ده.

د روغتون ډاکټرانو ویلي، د پرې شوې تناسلي الې د پیوند هېڅ کومه لاره چاره نه ده پاتې.

خو ډاکټران توانېدلي چې د هغه د خونریزۍ مخه ونیسي او د بندو شویو متیازو لپاره یوه لاره پرانیزي.

پولیس وايي قرباني شوې نجلۍ د جنسي تېري کیسه خپلې مور ته کړې، خو ظاهراً مور یې پولیسو ته په دې اړه خبر نه دی ورکړی.

ویل کېږي د نجلۍ مور ښايي له دې کبله له ځینو تورونو او ملامتیاوو سره مخامخ شي، چې دا مسله یې ولې پولیسو ته نه ده ویلې.

په تېرو څو کلونو کې هند پر نجونو د جنسي تېري د ډېرو پېښو شاهد دی.

کیرالا کې د سیمه ییز حکومت یوه مشر پینارايي ویجایان د نجلۍ "زړورتیا" ستایلې، چې په وینا یې د سړي د تناسلي الې غوڅول پر "زرورتیا او قوت دلالت کوي".

په ۲۰۱۲ کال د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې پر یوه بس کې پر د طب پر یوې محصلي تر ډله ییز جنسي تېري وروسته هندي چارواکو د جنسي تېري کوونکو پروړاندې قوانین سخت کړل.

ګڼو لاریونکوونکو د تېري کوونکو د اعدام غوښتنې وکړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب