پاکستان ته په جنسي تېري تښتېدلی تورن په نهه کاله بند محکوم شوی

عمار مهراج د انځور حقوق West Midlands Police
Image caption عمار مهراج په تېره نومبر میاشت کې د برمینګهام پر هوايي ډګر ونیول شو.

هغه سړی په نهو کلونو بند محکوم شوی، چې پر یوې نجلۍ تر جنسي تېري کولو وروسته پاکستان ته تښتېدلی، بریتانیا ته د ستنېدو پرمهال نیول شوی و.

۲۹ کلن عمار مهراج یو له هغو څلورو تورنو سړو دی، چې په پر ۱۷ کلنې نجلۍ یې د ۲۰۰۹ کال جولای میاشت کې وېسټ میډلېنډز اولبري کې ډله ییز جنسي تېری کړی و.

نوموړی له پېښې وروسته له هېواده وتلی و، خو په تېره نومبر میاشت کې د برمینګهام پر هوايي ډګر ونیول شو.

ښځې له 'زناکاره هندي مذهبي مشر' تناسلي اله پرې کړې

لس کلنې نجلۍ ته د ګېډې ماشوم لرې کولو اجازه ورکړل شوې

پولیس وايي، وروسته تر هغه چې مهراج په پېښه کې ګډون کول ومنل، په نهو کلونو او نهو میاشتو بند محکوم شو.

درې نور سړي په ۲۰۱۰ کال بندیان شول.

د وېسټ میډلېنډز پولیسو مشر ډټ کان مارک تیمینز وايي:

"دا د یوې بې وسه نجلۍ پروړاندې یو زړه بوږنوونکی جرم دی، پر هغې له جنسي تېري وړاندې دې ته نشه کوونکي شیان ورکړل شوي".

مهراج د برمینګهام محکمه کې د تېرې جمعې په ورځ په بند محکوم شوی.

د انځور حقوق west-midlands.police.uk
Image caption درې نور سړي په ۲۰۱۰ کال بندیان شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب