'ټرمپ سعودي کې؛ له ترهګرۍ سره مبارزه، که د ایران د لاس لنډول'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي کې د ډونلډ ټرمپ تود هرکلی وشو

الاتحاد

ټرمپ سعودي عربستان کې د میلیاردونو ډالرو هوکړې کړې

اماراتۍ ورځپاڼه الاتحاد لیکي چې د امریکا ولسمشر د سفر هدف د ترهګرۍ سره مبارزه او په سیمه کې د ایران د لاسوهنو مخنیوی دی.

د مطلب لیکوال وايي د ترهګرۍ مخنیوی ښايي ستونزه ونه لري خو څنګه کېدای شي چې د ایران د لاسوهنو مخه ونیول شي؟

د دې لپاره د لیکوال په وینا امریکا ته په کار دي چې له روسیې سره خپل جنجال هوار کړي ، د کردانو قضیه یو طرف ته کړي او د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو مخه ونیسي.

واشنګټن پوسټ

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې ترکیې ته د هغه تګ چې ورځپاڼې جلا وطني بللې، د دې لپاره تر سره شوی چې نوموړی له ممکنه عدلي تعقیب څخه وژغورل شي.

دوستم د یوه بل ازبک مشر احمد ایشچي په ربړولو او تښتولو تورن دی.

جنرال عبدالرشيد دوستم ترکيې ته ولاړ

ورځپاڼه زیاتوي، د دوستم او ولسمشر غني استازو ستونزې ته د حل لارې پیدا کولو لپاره څو ځله سره کتلې و.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption سرتاج عزیز: ''نړیواله محکمه نه شي کولی چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور د نیول شوي هندي د اعدام حکم لغوه کړي.''

واشنګټن پوسټ د بشري حقونو د څار ډلې له څیړونکې پټریشیا ګاسمن له قوله ویلي چې له عدلي تعقیبه د خلاصون لپاره ترکیې ته د دوستم تګ ښيي چې ولسمشر غني د عدالت پلې کولو په برخه کې ثابت قدمی نه دی.

ایکسپریس ټریبیون

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر نواز شریف د سلاکار سرتاج عزیز له قوله لیکلي چې نړیواله محکمه نه شي کولی چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور د نیول شوي هندي د اعدام حکم لغوه کړي.

هندی کلبوشن یاداو په پاکستان کې د دولت ضد فعالیتونو په تور نیول شوی او په اعدام محکوم دی.

هندوستان ټایمز

"هندی ژغورو که هر څه کېږي"

د انځور حقوق ISPR
Image caption د بخښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان د پوځي محکمې له خوا هندي کلبوشن یادو ته د مرګ سزا په اورولو نیوکه کړې ده.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی پر کشمیر د پاکستان د ادعا او د چین د یو کمربند او یوې لارې پروژې ترمنځ اړیکې، د مطلب لیکوال وايي هند باید د کشمیر له لارې ددغه پروژې د تېرېدو او د کشمیر کشالې ته په کتو په خپل دریځ ولاړ پاتې شي.

په مطلب کې ویل شوي چې د لومړی وزیر نریندرا د کاري مودې د درې کالو په تېرېدو سره اوس د هند ملي امنیت له سخت ګواښ سره مخامخ دی او زیاتوي چې دغه ګواښ د پاکستان له لورې د ترهګرۍ په ملاتړ کولو سره رامنځته شوی او د چین له خوا له کشمیره د یو کمربند یوې لارې پروژې په تیرولو سره پر هند کړۍ راتنګه شوې ده.

د مطلب لیکوال وايي په دې برخه کې ښاغلي مودي هڅې کړي خو پایله یې ځکه مثبته نه ده چې د ده په وینا په چین او پاکستان کې یې پوځي چارواکو مخه نیولې ده.

عکاظ

د سعودي ورځپاڼه عکاظ لیکي چې د پاچا سلمان او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حضور کې د ۳۵۰ ملیارده ډالرو په ارزښت په پوځي ، انرژۍ ، پټرو کیمیکل ، او سوداګرۍ په برخو کې د لسګونه تړونونو په لاسلیک کولو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

ډیلي ټیلیګراف

د انځور حقوق Getty Images

د ایران په تړاو بریتانوۍ ورځپاڼه ډیلي ټیلیګراف لیکي چې ایران یو سرکښ هېواد دی او د ولسمشر په توګه د حسن روحاني په بیا ټاکل کېدو هېڅ بدلون نه راځي.

ددغه تحلیلي مطلب لیکوال وايي چې لاهم یوه ډله مذهبي تیوکراتان د ایران واګې په لاس کې لري.