ټرمپ "د سخت دریځۍ ضد مبارزې ته د مسلمانو هېوادونو ملاتړ غواړي"

سعودي کې د ټرمپ تود هرکلی وشو د انځور حقوق AFP
Image caption سعودي کې د ټرمپ تود هرکلی وشو

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدا وروسته سعودي عربستان ته پخپل لومړني بهرني سفر کې د سخت دریځۍ پروړاندې د اسلامي هېوادونو د مشرانو د ملاتړ جلبولو په موخه وینا وکړي.

نوموړی به د یکشنبې په ورځ د سعودي ریاض کې د اسلامي او عربي هېوادونو ۵۰ مشرانو ته په وینا کې، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پروړاندې د امریکا د جګړې ملاتړ ته اسلامي هېوادونه وروبولي.

ډونلډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ په رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ چې هلته یې تود هرکلی وشو.

ټرمپ سعودي عربستان کې د میلیاردونو ډالرو هوکړې کړې

امریکا پر سعودي عربستان د وسلو پلورل محدودوي

قاضي د ټرمپ د سفر بندیز امر نور هم ځنډولی

شنونکي وايي، ټرمپ ته د داعش پروړاندې مبارزه کې د اسلامي او عربي هېوادونو ملاتړ ډېر مهم دی.

سعودي ته د ټرمپ د سفر په لړ کې امریکا له سعودي عربستان سره د ۳۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د راکړې ورکړې تړونونه هم وکړل، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به عملي کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ټرمپ د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړ

"شر اچوونکی" نفوذ

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی او مهم قرارداد ګڼل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن ویلي، غواړي د ایران "د شر اچوونکي" نفوذ مقاومت وکړي.

ټیلرسن له سعودي سره د لاسلیک شوي تړون په اړه ویلي، دا تړون د سعودي عربستان او عربي خلیج سیمه کې له اوږدمهاله امنیت او خوندیتوب سره همکاري کولای شي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ټرمپ له عربستان سره د ۳۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه وکړل

ښاغلي ټیلرسن دا هم ویلي، چې د وسلو په تړاو قرارداد "په مشخص ډول د ایران د ناوړه نفوذ او د سعودي عربستان پر ټولو پولو د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره دی".

سعودي عربستان پر ایران د یمن د حوثیانو د ملاتړ تور لګوي. دغه شیعه یاغي ډله د سعودي عربستان په سوېل ختیځو پولو کې د سعودي له ځواکونو سره لاس او ګرېوان ده.

ایران دا تورونه ردوي.

عربستان ایران د بحرین د شیعه ګانو په ملاتړ هم تورنوي.

ورته مطالب