'ټرمپ اسلامي هېوادونه د خیر او شر ترمنځ جګړې ته وبلل'

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ټرمپ وويل امريکا پر اصولو ولاړ واقعيت پالنې ته رسېدلې.

واشنګټن پوسټ:

د واشنګټن پوسټ امريکايۍ ورځپاڼې په سعودي عربستان کې د ډونلد ټرمپ وينا مهمه بللې او وايي ولسمشر ټرمپ د اسلام د زېږېدنې له ځايه پر مسلمانو ولسونو د تاوتريخوالي هغو څپو له منځه وړلو غږ وکړ چې د دين په نامه ترسره کېږي.

ولسمشر ټرمپ له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې دا کار له امريکا سره په گډه وکړي.

ټرمپ د مسلمانو هېوادونو مشرانو ته: سخت دریځي له خپلې سپېڅلې خاورې وباسئ

ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ په تلويحي ډول په منځني ختيځ کې د ډېموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې د ولسمشر اوباما هغه موخې هم رد کړې چې نوموړي ورته د رسېدو هيله څرگنده کړې وه.

ښاغلي ټرمپ وويل امريکا پر اصولو ولاړ واقعيت پالنې ته رسېدلې.

ټرمپ دا هم ویلي، چې د سخت دریځۍ پروړاندې جګړه د دینونو ترمنځ جګړه نه ده، بلکې دده په ټکو دا د "خیر او شر ترمنځ جګړه ده."

نوموړي خپلو مخاطبينو ته وويل د سفر موخه يې د دوه اړخيزو گټو او گډو ارزښتونو لپاره د ملگرتيا وړانديز دى.

اکسپرېس ټريبيون:

اکسپرېس ټريبيون وايي د پاکستان تحريک انصاف گوند مشرتابه د دغه گوند لوړ پوړې غړې مسرت زېب له هغو څرگندونو واټن نيولى چې وايي د نوبل سولې جايزې له گټونکې سره شوې پېښې داسې يوه لړۍ ده چې له وړاندې پلان شوې وه.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption مسرت زېب د پاکستان په ولسي جرگه کې د پاکستان د تحريک انصاف گوند استازې هم وه.

د آغلې زېب په وينا د همدې ډرامې پلانونکو له دې سره هم اړيکې نيولې وې خو دې په دغې ډرامې له گډون نه ډه ډه کړې وه، ځکه په وينا يې نه يې غوښتل له هېواده بهر پناه وغواړي.

خو د پاکستان تحريک انصاف گوند د مسرت زېب دا وينا د هغې شخصي اند او نظر بولي او وايي دا د گوند تگلاره نه ده.

مسرت زېب د پاکستان په ولسي جرگه کې د پاکستان د تحريک انصاف گوند استازې هم وه.

گارډين:

گارډين ورځپاڼه وايي هغه ٨٢ نجونې چې څو ورځې وړاندې د بوکو حرام د ډلې له بنده پرېښول شوې وې له خپلو کورنيو سره يوځاى شوې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نايجريا ولسمشر ژمنه کړې چې د پاتې نجونو د خوشې کېدو لپاره به هم هېڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.

مطلب د هغې غونډې انځور راکوي چې دغو نجونو له احساساتو ډکه فضا کې د خپلو کورنيو له غړو سره له کلونو وروسته گوري.

د يوې پرېښول شوې نجلۍ پلار چې خپل لور يې په غېږ کې ټينگه نيولې وه ورځپاڼې ته ويلي دا ورته لکه د نوي کال ورځ ده، او د خداى منندوى دى.

د نايجريا ولسمشر ژمنه کړې چې د پاتې نجونو د خوشې کېدو لپاره به هم هېڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.

ورته مطالب