د مانچسټر د بریدګر نوم سلمان عبیدي ښودل شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پوليسو د مانچسټر بريد "ترهګريزه" پېښه بللې

د بريتانیا پوليسو د هغه مشکوک کس نوم چې په مانچسټر ښار کې يې د کنسرټ پر مهال ځانمرګي بريد ترسره کړی "سلمان عابدي" ښودلی دی.

پوليس وايي دغه کس ۲۲ کاله عمر لري او په مانچسټر ښار کې زيږېدلی دی او کورنۍ يې ليبيا ده.

د یوې امریکايي سندرغاړې اریانا ګراندې په کنسرټ کې چې د برتانیا د مانچستر په ښار کې ترسره کېده، مشکوک ترهګریز برید شوی چې د ماشومانو په ګډون یې ۲۲ کسان وژلي او ۵۹ نور یې ټپیان کړي دي.

د سې شنبې پر مازدیګر مانچسټر ښار برید کې د وژل شویو کسانو یادګاري غونډه وشوه، چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و.

د انځور حقوق .
Image caption یاد غونډه

د کورنیو چارې وزېرې امبر راډ او کارګر ګوند مشر جرمي کوربین په ګډون د برتانیا یو شمېر مهمو سیاسي شخصیتونو هم دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

دا چاودنه د امریکايي پاپ سندرغاړې اریانا ګراندې په کنسرټ کې وشوه. پولیس وايي، هغه کس هم وژل شوی چې د برید اصلي عامل و. په وژل شویو کې زلمیان هم شته.

مانچسټر ښار کې "چاودنه"

د برتانیا په مانچستر کې چاودنې ۱۹ کسه وژلي

پوليسو د مانچسټر ښار په جنوبي برخه چورلټن کې د دغه بريد په تړاو يو ۲۳ کلن کس نيولی دی.

عیني شاهدان وايي، د اریانا ګراندې له کنسرټ ختمېدو او له سالون نه د هغې له وتلو وروسته یې د یوې یا دوو چاودنو غږ واورېد چې په سالون کې زرګونو ځوانانو چیغې وهلې او هرې خوا ته منډې شوې.

لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ وویل د دې ټول فکر او پام پر هغو دی چې په دې پېښه کې زیانمن شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مانچسټر کې ځانمرګي برید

اغلې تيرزا مې وايي "دا پر بې ګناه د ډارنو کسانو برید دی چې څوک دي داسې کسان په نښه کوي چې هغوی ۸ کلن وي او کنسرټ ته ځي".

د دي برید ساری په تېره یوه لسیزه کې نه دی لیدل شوی. د انګلستان په شمال کې د دې برید مسوليت "اسلامې دولت" نومې ډلې منلی، هغوی ویلي د برید تر شاو دوی دي.

د نارټ وېسټ امبولانس خدمتونو ادارې ویلي، دوی ۵۹ ژوبل شوي د پېښې له ځایه روغتونونو ته وړي دي.

اریانا ګراندې له چاودنې وروسته ویلي: "د زړه له کومي ډېره ډېره بښنه غواړم. د ویلو لپاره هېڅ توري نه لرم."

په سیمه کې په درملنې بوختو ځینو کسانو بي بي سي ته وویل ځینې ټپيان په داسې څه ژوبل شوي دي لکه ''تېرې څوکې '' چې لري.

د انځور حقوق PETERBYRNE
Image caption پولیسو منلې چې چاودنه له مخکې پلان شوې وه

په برتانیا کې اوس د جون د اتمې نېټې انتخاباتو لپاره لوی سیاسي ګوندونه انتخاباتي کمپاینونه کوي.

د واکمن محافظه کاره ګوند مشرې او اوسنۍ لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ خپلې انتخاباتي منډې ترړې ځنډولې دي او د حکومت د بېړنیو پېښو ځانګړې غونډه چې کوبرا میټینګ یې بولي، جوړوي چې پر دې پېښې خبرې وکړي.

د انځور حقوق Ariana Grande
Image caption له برید وروسته اریانا ګراندې - چې برید کې نه ده خوږ شوې - ویلي زښت ډېره بخښنه غواړي

اغلې مۍ وویل: ''موږ په دې کار کوو چې د دې پېښې بشپړ جزییات ومومو. زموږ ټول پام اوس قربانیانو او د هغوی کورنیو ته دی ''.

د بي بي سي د برتانیايي چارو خبریال دانیل سندفورد وايي د ترهګرۍ ضد لوړپوړي افسران په لندن کې ټول شوي چې له کورنیو چارو وزارت سره د دې پېښې په تړاو کارونه همغږې کړي.

څو میاشتې وړاندې په لندن کې د پارلمان ودانۍ ته نژدې یوه کس لومړی په خپل موټر پلي ولسي وګړي وځپل او ځینې یې ووژل او وروسته یې د پارلمان یو بې وسلې ساتونکی پولیس په چاړه وواژه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د برتانیا په مانچستر کې چاودنه

پوليسو دا يو "ترهګريز" بريد بللی دی او وايي تراوسه نه ده روښانه چې په دې پېښه کې نور کسان هم ښکېل وو او که يوازې بريدګر دغه بريد پلان کړی.

پوليسو له خلکو د مرستې غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د بريد په تړاو يډيوګانې او انځورونه له دوی سره شریک کړي.

په ورته وخت کې، امریکايي رسنیو د دغه هېواد د ځینو امنیتي او استخباراتي چارواکو له خولې ویلي، د مانچسټر پېښه "ځانمرګی برید" و چې په تړاو یې یو مشکوک نیول شوی د پولیسو تر څارنې لاندې دی.

یوه عیني شاهد ویلي، کله چې پر ځمکه ولوېد، د چاودېدونکو توکو ټوټې یې ولیدې.

پولیسو له خلکو غوښتي د چاودنې ځای ته څېرمه ولاړ نه شي او اوس پولیس دا پېښه د "ترهګریز برید" په توګه ارزوي.

د "مانچسټر ارنا" پټ سری هال د شاوخوا ۱۸ تر ۲۰ زرو کسانو ظرفیت لري چې د موسیقۍ د کنسرټونو مشهور ځای دی.

چاودنه د دوشنبې شپې په ځايي وخت ۱۰:۳۵ بجې داسې مهال وشوه، چې د موسیقۍ کنسرټ پای ته رسېدلی و. رپوټونه وايي، د چاودنې پرمهال هال کې ډېری کسان ځوانان او نجونې وې.

اړونده مطالب

ورته مطالب