د مانچسټر برید؛ بریتانیا د ترهګرۍ ګواښ لوړې کچې ته پورته کړی

زرګونو کسانو مانچسټر کې د برید یاد ولمانځه د انځور حقوق EUROPEAN PRESS AGENCY
Image caption زرګونو کسانو مانچسټر کې د برید یاد ولمانځه

بريتانيايي چارواکو په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړى. دا په دې مانا ده چې نور بريدونه ښايي ډېر ژر پېښېدونکي وي.

دا پرېکړه د ترهگرۍ د شننې گډ مرکز کړې چې حکومت، پوليس، او استخباراتي ادارو پورې اړوندو کارپوهانو څخه جوړه يو امنيتي ډله ده.

د بريتانيا لومړۍ وزيرې "تريزا مې" چې تر ټولو لوړې کچې ته د ترهگرۍ د گواښ پورته کولو اعلان وکړ، وې ويل "پوليسو ته به د امنيت خوندي کولو په برخه کې لا نورې سرچينې په واک کې ورکول کېږي."

مانچسټر ښار کې "چاودنه"

د مانچسټر د بریدګر نوم سلمان عبیدي ښودل شوی

لومړۍ وزيرې "تمپرېر عملياتو" په نامه له يولړ اوږدمهالو بېړنيو تدبيرونو هم پلو پورته کړ چې په ترڅ کې به يې د پوځ سرتېري د مهمو او کليدي ځايونو امنيت خوندي کولو لپاره پر دندو گومارل کېږي.

دا گام وروسته له هغه پورته شو چې پلټونکي ونه توانېدل دا ومومي مشکوک بريدگر ٢٢ کلن سلمان عابدي دا بريد په يوازې سر تر سره کړى او که نور کسان هم ورسره مله و؟

ليبيايي توکمه سلمان عابدي په بريتانيا کې زېږېدلى او په سلفورډ پوهنتون کې يې زده کړې کولې.

د انځور حقوق European Photopress Agency
Image caption مانچسټر کې پولیس

په مانچسټر ښار کې د امريکايۍ سندرغاړې اريانا گراندې د کنسرت په پاى کې تر سره شوي دغه ځانمرگي بريد له امله ٢٢ کسان ووژل شول او ٥٩ نور ټپيان دي. اسلامي دولت نومې ډلې د بريد پړه منلې.

د انځور حقوق FAMILY PHOTO
Image caption د مانچسټر برید کې یوه وژل شوې ۱۵ کلنه اولیویا کمبیل وه
د انځور حقوق .
Image caption د برید تر ټولو کشرې قربانيانې اته کلنه سفي روسوس او جیورجینا کالانډر وې

اړونده مطالب

ورته مطالب