امریکايي جنرال: پاکستان ترهگر روزي او په افغانستان کې يې کاروي

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي جنرال وايي، پاکستان په افغانستان کې د نفوذ لپاره طالبان کاروي.

هندوستان ټايمز د امريکا دفاع وزارت استخباراتو څانکې مشر هغه وينا مهمه بللې چې وايي پاکستان ترهگر روزي او په افغانستان کې يې کاروي.

ډگر جنرال وېنسټ سټيورت دا څرگندونې د امريکا د سنا وسلوالو خدمتونو جرگه گۍ ته کړې دي.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي سټيورت دغې جرگه گۍ ته ويلي پاکستان هم د يوه خوندي او ټيکاومن افغانستان غوښتونکى دى خو په دې ټينگار کوي چې پر دغه هېواد دې د هند ژور اغېز نه وي.

د جنرال سټيورت په وينا پاکستان ټولو ننگونو ته د هند د گواښ له زوايې گوري، نو له دې امله هغه وسلوال د احتياطي ځواکونو په توگه کاروي چې موږ يې ترهگر بولو: "که افغانستان د هند لوري ته کگېږي نو بيا پاکستان داسې ټيکاومن افغانستان نه غواړي او خپلو گټو ته يې گواښ بولي".

ښاغلى سټيورت وايي پاکستان ته بايد ډانگ پېيلې وويل شي چې د افغانستان امنيت او ثبات پاکستان ته گواښ نه بلکې د ټولې سيمې په گټه دى.

دغه امريکايى جنرال په دې باور دى چې پاکستان بايد د طالبانو او حقاني ډلې پر وړاندې گام اخيستو ته اړ کړل شي.

ډېلي ميل:

ر د انځور حقوق New York Times
Image caption نیویارک ټایمز وايي، له پېښې وروسته یې دا شواهد ټول کړي دي.

برتانيايۍ ډېلي ميل ورځپاڼې د امريکا د استخباراتو له لوري نيويارک ټايمز ته د هغو انځورونو د ور کړې په تړاو مطلب کښلى چې په مانچستر کې د بمي بريد له ځايه اخيستل شوي.

ورځپاڼه وايي دغه انځورونه څو ساعته وروسته له هغه نيويارک ټايمز ته په لاس ورغلي چې د برتانيا حکومت له امريکايي چارواکو رسما" وغوښتل د پلټنو په تړاو دې جزييات نه په ډاگه کوي.

دغو تصويرونو کې د هغې بستې يا بکس پاتې شونې ليدل کېږي چې بريدگر سلمان عابدي پکې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو.

د ورځپاڼې په وينا د بريتانيا لومړۍ وزيره "تريزا مې" ښايي نن په بروکسل کې د ناټو په سرمشريزه کې دا موضوع ولسمشر ټرمپ سره ياده کړي.

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي ځواکونه په عراق کې د خپل زغرګاډي شا ته وسلې ته ګوري.

واشنگټن پوست وايي، امريکا په عراق کې د څه د پاسه يو ميليارډ ډالرو په ارزښت وېشل شويو وسلو او تجهيزاتو په سم څرک لگولو کې پاتې راغلې ده.

د ورځپاڼې په وينا په ٢٠١٦ م کال کې په دې تړاو رپوټ کې راغلي، امريکايى پوځ نه پوهېږي چې عراق ته له استول شويو سلگونو هموې گاډو، سلگونه زرو وسلو او نورو تجهيزاتو سره څه وشول.

دغه رپوټ چې د بښنې نړېوالې ټولنې تر لاسه کړى عراق ته د لېږل شويو وسلو د کنټرول او څار په برخه کې د امريکايي حکومت نيمگړى سيستم په گوته کوي چې په باالقوه توگه خطر زېږ دى.

د دغو وسلو لېږد د عراقي ځواکونو د ارزونې او سمبالښت د پروگرام برخه و.