کیري: پر ایران د نورو بندیزونو وخت نه دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption جان کېري یو وخت د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ غړی هم و.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي، ممکن د دغه هېواد پارلمان پر ایران نور بندیزونه ولګوي.

ټاکلې ده د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ د پنجشنبې په ورځ هغه لایحه و ارزوي چې د توغندیو، انساني حقونو، ترهګرۍ په تېره د سپاه پاسدارن په هکله پر ایران بندیزونه سختوي.

دا لایحه د امریکا جمهوريپالو او ډیموکراټو سناتورانو برابره کړې او د هغو کسانو پرضد اجباري بندیزونه لګوي، چې د ایران بالستي توغندي کې رول لري.

* 'ایران په سیمه کې د ستونزو ترشا دی'

* ډونلډ ټرمپ: ایران اټومي تړون سم نه پلی کوی

* ایران کې چاودنې ۵۴ کان کندونکي او ژغورونکي ووژل

جان کېري د چهارشنبې په ورځ په ټوېټر کې خبرداری ور کړ چې دا لایحه به تصویب شي او ویې وویل: "زما پخوانیو همکارانو او ملګرو زما نظر دا دی: چې اوس د احتیاط وخت دی".

نوموړي په ایران کې وروستیو ټاکنو او د حسن روحاني بیا ولسمشر کېدلو ته په اشارې ویلي، چې د کانګرېس دا ګام ممکن ناوړه تعبیر شي او زیاتوي: "اوس پر ایران د نویو بندیزونو د طرحې وخت نه دی".

د جان کېري په خبره، امریکا پر ایران د فشار اچولو لپاره ډېر وسایل لري او باید د اټومي تړون لپاره د نورو بندیزونو پایلې ته پام وکړي. "موږ باید له خبرو پرته د ټکر پایلې ته پام وکړو".

د انځور حقوق AFP
Image caption دا هڅه په داسې مهال ده، چې د امریکا ولسمشر په ریاض کې له عرب مشرانو سره ولید.

دا لایحه چې لا یې هم د متن بدلېدلو امکان شته، د امریکا له ولسمشر غواړي چې په ۹۰ ورځو کې پر سپاه پاسدران، په دوی پورې تړلو او له ایران بهر چارواکو، استازو او کسانو د ترهګریزو فعالیتونو په تور بندیزونه ولګوي.

ایراني چارواکي د انساني حقونو تر پښو لاندې کول او د ترهګرۍ ملاتړ بې بنسټه بولي.

ایران د لبنان د حزب الله په څېر ډلې د مقاومت برخه بولي او د هغوی پر ملاتړ ټینګار کوي.

د ایران پرضد د بندیزونو د لګولو خبره په داسې مهال ده چې د امریکا ولسمشر د روانې اونۍ په لومړیو کې د سعودي عربستان مرکز ریاض ته تللی و.

سپینې ماڼۍ تېره سې شنبه په یوه بیانیه کې وویل: "د سعودي پاچا سلمان او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستۍ لیدنه کې باورمن شوي، چې بایدله ایران سره د اټومي تړون د ځینې برخو بیاکتنه وشي".

دواړو مشرانو بیا هم د ایران توغندیز پروګرام د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بللی دی.

ورته مطالب