برتانیا له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکول وځنډول

د انځور حقوق NYTIMES
Image caption په نیویارک ټایمز کې خپاره شوي انځورونه.

د برتانیا په مانچسټر ښار کې پر کنسرټ د شوي برید د انځورونو په خپرېدلو پسې د دغه هېواد پولیسو د امریکا له امنیتي ادرو سره د معلوماتو شریکول وځنډول.

د برتانیا پولیسو په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د دغه معلوماتو خپرېدل غندلي دي.

برتانوي چارواکي وايي، د دې استخباراتي معلوماتو خپرېدل د پولیسو پلټنې زیانمنوي او د امریکا پر امنیتي ادارو یې د دوی باور کم کړی دی.

ټاکلې ده د برتانیا لومړۍ وزیره تریزا مې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې په ځنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ویني، خپله اندېښنه او ګیله ورته وکړي.

خپاره شوي انځورونه په وینو سرې بمي ټوټې ښيي، چې په چاودلوسره یې ۲۲ ک سان وژل شوي او له پنځوسو ډېر ټپیان شوي دي.

* اریانا ګراندې: زړه مې سخت مات شوی

* د مانچسټر اوسېدونکي: موږ له ترهګرو نه ډارېږو

دا انځورونه په نیویارک ټایمز کې خپاره شوي، یو بوتل، خوراکتوکي او د بم چرې ښيي.

نیویارک ټایمز په خپل رپوټ کې ویلي، انځورونه ښيي چې دا بم نبستاً پرمختللی و.

له دې مخکې په امریکايي رسنیو کې د بریدګر په هکله د استخباراتي معلوماتو خپرېدلو هم د برتانیا د کورنیو چارووزیر پارولی و.

هغه خبرداری ورکړی و چې بیا باید دغه معلومات خپاره نه شي.

د بم جوړولو د کارځي موندلو هڅې

د انځور حقوق .
Image caption پولیس وایي د سلیمان عبیدي په نوم ځانمرګي د مانچسټر برید کړی دی.

د مانچسټر پولیس وايي، د سې شنبې شپې د بم په هلکه په خپلو پلټنو کې اړ شول چې د دغه ښار په یوه برخه کې یو بم شنډ کړي.

دمګړۍ په دې تړاو شپږ کسان نیول شوي، خو کومه ښځه چې اول نیول شوې وه، اوس خوشې شوې ده.

* مانچسټر ښار کې "چاودنه"

* برتانیا د ډونلډ ټرمپ د خبرو اورېدلو ادعا رد کړه

پولیس باور لري چې د مانچسټر پر کنسرټ د ځانمرګي سلیمان عبیدي سره د یوې شبکې ملاتړ شته.

امنیتي ادارې باوري دي چې عبیدي دا بم پخپله جوړ کړی نه دی، ځکه د هغه ممکنه کارځي د موندلو هڅې کوي چې فکر کوي دا بم پکې جوړ شوی و.

د سلیمان عبیدي پلار او ورور هم د چهارشنبې په ورځ په لیبیا کې ونیول شول.

د انځور حقوق .
Image caption د ځانمرګی پلار او ورور هم نیول شوي دي.

ورته مطالب