ملانیا او ایوانکا ټرمپ ولې د پاپ لیدو پر مهال تورې جامې واغوستې؟

ملانیا او ایوانکا ټرمپ د انځور حقوق EPA
Image caption سپینې ماڼۍ وايي، واتیکان ورته واردمخه د پوښاک پروتوکل په اړه معلومات ور کړي وو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پخپل لومړني اروپايي سفر کې چې تېره ورځ یې واتیکان ته لاره، له خپلې مېرمنې او لور سره یو ځای د نړۍ د کاتولیکانو له رهبر پاپ فرانسیس سره ولیدل.

که څه هم د دواړو لوریو تر منځ د نظر ژور اختلافونه د خبرونو ټکي وو، خو په دغه لیدنه کې ملانیا او ایوانکا ټرمپ تورې جامې اغوستې وې چې د ډېرو پام یې ور اړولی دی.

دواړو اغلې له ټرمپ سره سعودي عربستان ته هم تللې وې، خو دا چې هلته یې سر پټ نه و کړی او په واتیکان کې یې ځانونه پوښلي وو، له ډېرو سره یې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

که څه هم ښځې باید په عربستان کې حجاب واغوندي، خو بهرني پلاوي يې په اغوستو مکلف نه دي، نو ځکه بهرنیان له دولتي چارواکو سره په ناستو کې له حجاب یا سر پټولو پرته ناست وي.

له اسراییلو د لیدنې پر مهال ایوانکا ټرمپ په یهودي دود سر وپوښه او په بیت المقدس کې یې له ندبه دېواله لیدنه وکړه.

خو د نړۍ له کاتولیکانو سره په لیدنه کې د ملانیا او ایوانکا ټرمپ تورې جامې په څه مانا وې؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کاتولیک کلیسا کې تور رنګ د تقوا، پرهېز، نرمۍ او تواضع ښکارندوی ګڼل کېږي

واتیکان د کاتولیکانو له رهبر سره د لیدنې پر مهال د ښځو او نرانو پر جامو اغوستو ډېر ټینګار کوي، خو دغه ټینګار د پاپ فرانسیس پر مهال یو څه نرم شوی.

د پخواني دود له مخې، هغه ښځې چې پاپ سره ګوري باید تورې جامې واغوندې. په کالیو کې باید ټولې پوښلې وې او ورېښمین ټیګري یا شالونه یې باید په سر وي.

په کاتولیک کلیسا کې تور رنګ د تقوا، پرهېز، نرمۍ او تواضع ښکارندوی ګڼل کېږي.

د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ او د ولسمشر لور ایوانکا ټرمپ له پاپ فرانسیس سره د لیدنې پر مهال د واتیکان پروتوکول پر ځان پلی او تورې جامې یې واغوستې، وېښته او ټول ځان یې وپوښه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېشیل اوباما په پاپ بندیکت سره د لیدنې پر مهال خپل ويښته پوښلي وو

یوازي کم شمېر کاتولیک ملیکې او شهزادګۍ کولای شي له پاپ سره د لیدنې پر مهال سپینې جامې پر تن کړي.

د مانوکو شهزادګۍ شارلین چې مخکې کلونه یې له پاپ سره ولیدل، د سپینو کالیو اغوستلو له امیتازه برخمنه وه، خو د برتانیا د پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر مېرمنې شري بلېر چې له پاپ بندیکت سره لیدنه لرله، سپینې جامې یې پر تن وې چې خلکو نېوکې پرې وکړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا ملیکه د نړۍ د کاتولیکانو له رهبر پاپ ژان پل دویم سره د لیدنې پر مهال

عمومي اصول

ټول کسان چې واتیکان ته ځي که له پاپ سره ګوری یا نه خو اړ دي له کلیساوو د لیدنې پر مهال ټاکلي وصول پر ځان پلي کړي.

هغوی چې واتیکان ته په سیل ځي، باید وړ جامې واغوندې، که نه شونې ده دغه هېواد ته له تللو را وګرځول شي.

د بېلګې په ډول ټول هغه نران او ښځې چې د پترس حواري (سن پیټرو) له کلیسا لیدنه کوي، له نیم لستوڼو او لنډو کمېسونو دې ډده وکړي، خیټې یې باید لوڅې نه وي او ښځې باید داسې کمیسونه واغوندي چې لږ تر لږه یې لمنې تر زنګنو ورسي.

پر دې ټولو سربېره له کلیسا د لیدنې پر مهال باید هیڅ ډول خوله پر سر نه کړل شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پرنس چارلز مېرمنې کامیلا له پاپ فرانسیس سره د لیدنې پر مهال سپینې جامې اغوښتې دي

ورته مطالب