له ټرمپ نه د د استخباراتي معلوماتو خوندي ساتلو غوښتنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ټرمپ نه د د استخباراتي معلوماتو خوندي ساتلو غوښتنه

د بريتانيا لومړۍ وزيره ټيريزا مې وايي دا به د ناټو سرمشريزه کې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ووايي چې د استخباراتو شريکول بايد خوندي وساتل شي. د دې څرګندونې وروسته له هغه راځي، چې د مانچسټر بمي بريد پلټنو جزئيات د امريکا رسنيو ته وسپړل شول.

پر همدې وخت دې بمي بريد کې د ۲۲ تنو وژلو شويو او لسګونو نورو په ياد چې په کې ټپيان شوي وو، نن د بريتانيا لروبر يوه دقيقه چوپتيا وشوه.