د پاکستان بودیجه وړاندې شوه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان بودیجه وړاندې شوه

پاکستان د سږ کال لپاره خپله بودیجه اعلان کړه. د مالیې وزیر اسحق ډار وايي، د کورني اقتصاد کچه یې په لومړي ځل له ۳۰۰ مېلیارد ډالرو لوړه شوې. دی وايي راتلونکی کال به د دغه هېواد د برېښنا ستونزه بیخي حل کړي ځکه پیسې یې ورته جلا کړې دي.

ښاغلي ډار پارلمان ته دا هم وويل چې هېواد به یې په ۲۰۳۰ کال کې د جي شلو هېوادونو غړی هم شي. اوسني حکومت واک ته تر راتلو وروسته هم پاکستان کې د برېښنا ستونزې ختمولو ژمنه کړې وه خو کارپوهان وايي لا هم دې کار کې نه دي بریالي شوي.