کوم هېواد کې روژه اوږده ده؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سږ کال به اروپايي هېواد ایسلنډ کې د روژې ورځې تر ټولو اوږدې وي

د شنبې پر ورځ د نړۍ ډېری هېوادونو کې مسلمانان روژه نیسي. بېلا بېلو هېوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ په بېلو نېټو او موسمونو کې پیلېږي.

دغه راز د روژې د ورځو اوږدوالی او لنډوالی هم د بېلابېلو هېوادونو د لمر خاته او لمر لوېده پورې تړاو لري.

سږ کال به اروپايي هېواد ایسلنډ کې د روژې ورځې تر ټولو اوږدې وي. دغه هېواد کې مېشت مسلمانان به نژدې ۲۱ ساعته روژه نیسي.

د ګلف نیوز ورځپاڼې په رپوټ کې ارجنټاین هغه هېواد بلل شوی، چې نړۍ کې تر ټولو لنډې ورځې لري. دغه هېواد کې به مېشت مسلمانان نژدې ۱۱ نیم ساعته روژه نیسي.

ساعتونه

د روژې لومړنۍ ورځ

ایسلنډ ۲۱

ارجنټاین ۱۱

  • ۱۶ افغانستان او پاکستان

  • ۱۴ سعودي عربستان

  • ۱۶ د امریکا متحده ایالتونه

Getty Images

په افغانستان او پاکستان کې به د سږکال روژې میاشتې له پېشلمي تر روژه ماتې پورې څه کم ۱۶ ساعته وخت وي، خو د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې بیا دا مهال نژدې ۱۶ نیم ساعتونو ته رسېږي.

د سعودي عربستان په ریاض کې به د روژې ورځې نژدې ۱۴ ساعته وي او د اسټرالیا سډني کې به بیا د روژې ورځې نژدې ۱۱ نیم ساعته دي.

ناروې کې سږ کال د روژې ساعتونه شاوخوا ۱۹ ته رسېږي.

په دې حساب به ناروې او ایسلنډ اوسېدونکي مسلمانان د نړۍ ډېری نورو هېوادونو پرتله د اوږده مهال لپاره روژه نیسي.

ورته مطالب