سعودي: شنبه د روژې لومړۍ ورځ ده

مدینه منوره د انځور حقوق Getty Images
Image caption روژه یا ''رمضان'' د اسلامي هجري قمري کلیز نهمه میاشت ده. دا د مسلمانانو په کلیز کې تر ټولو سپېڅلې میاشت ده؛ ځکه چې د اسلام پر پیغمبر په همدې میاشت قرآن کریم نازل شوی دی.

سعودي عربستان اعلان کړی، چې د شنبې په ورځ (مې ۲۷مه) به اماراتو، کویت، یمن او لبنان کې د روژې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

افغانستان او ځینې نور هېوادونه د روژې میاشت له سعودي سره پیلوي.

د اماراتو د میاشتې لیدو کمېټه د پنجشنبې پر شپه د نوې میاشتې په لیدو ونه توانېده.

د عربي ژبې ''الاتحاد'' ورځپاڼې د راپور پربنسټ، د تېرې جمعې ورځ د شعبان میاشتې وروستۍ ورځ وه او د شنبې ورځ به د روژې لومړۍ ورځ وي.

روژه یا ''رمضان'' د اسلامي هجري قمري کلیز نهمه میاشت ده. دا د مسلمانانو په کلیز کې تر ټولو سپېڅلې میاشت ده؛ ځکه چې د اسلام پر پیغمبر په همدې میاشت قرآن کریم نازل شوی دی.

افغانستان کې د شنبې په ورځ روژه ده

کوم هېواد کې روژه اوږده ده؟

دینپوهان روژه د سولې، بښلو، د یو بل د زغملو او رحمت میاشت بولي.

په ډېری اسلامي هېوادونو کې د روژې میاشتې لومړۍ ورځ عمومي رخصتي وي.

افغانستان

په ورته وخت کې د افغانستان سترې محکمې ویلي، شنبه (مې ۲۷مه) د روژې لومړۍ ورځ ده.

په برتانیا، اروپا او اسټرالیا کې به هم مسلمانان د مۍ پر ۲۷ روژه پیلوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو هم د یو بیان په خپرولو سره د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې په روژه کې اوربند وکړي:

"د ملګرو ملتونو په استازۍ ټولو افغانانو ته په کور د ننه او بهر د ښې روژې هیله لرم".

د انځور حقوق Getty Images

نوموړی په اعلامیه کې هیله ښيي چې دا روژه به د افغانانو ترمنځ د نژدېوالي او سولې لپاره یو ګام وي:

"زه پر ښکېلو اړخونو غږ کوم چې اسلامي اصولو ته په درناوي، جګړه ودروي".

د یوناما دا وړاندیز په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي.

د سپوږمیز کال میاشتې ۲۹ یا ۳۰ ورځې وي، او د هرې میاشتې په ۲۹ نېټه که میاشت ونه لیدل شي، نو دغه تېرېدونکې میاشت۳۰ ورځې وي.

ورته مطالب