"داعش موصل کې مېشتې کورنۍ په نښه کوي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption امنيتي ځواکونو په موصل کې د پرمحتګ په حال کې دي

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې لیز ګراندې بي بي سي ته ويلي، داعش ډله په لوی لاس په موصل ښار کې مېشتې کورنۍ په نښه کوي.

د عراق د موصل ښار اوسېدونکي وار له مخه له سختې جګړې او د اوبو او برېښنا له کمښته کړېدل. خو اوس په داسې یو حالت کې راګېر دي چې هره خوا د سر خطر دی.

کردي ځواکونو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

د موصل عملیات 'له مهالوېش وړاندې' روان دي

په داسې حال کې چې عراقی پوځ د زاړه موصل ښار پر لور پرمختګ کوي، ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې چې داعش ډلې وسله وال ولسي خلک د زغرو په توګه کاروي.

لیز ګراندې وايي "موږ پوهېږو چې د موصل ښار پر لویدیځه برخه راتلونکی برید به تر ټولو سخت وي. تر ټولو لوی ګواښ به ولسي وګړو ته ور پېښ وي."

نوموړې زياتوي "داعش ډله په لوی لاس هغه کورنۍ په نښه کوي چې له ښاره د تېښتې هڅه کوي. خواړه او درمل هم ډېر نه دي پاتې، اوبه او برېښنا هم نشته. له ټولو نښو داسې مالومېږي چې هلته راګېر ولسي وګړي له جدي ګواښ سره مخامخ دي".

د انځور حقوق AFP
Image caption په موصل کې د جګړو له امله له ۵۰۰ زرو ډېر کسان بېځایه شوي دي

په سیمه کې د امریکایي پوځ یو قومندان ډګروال جان هابېکر هم دا مني چې په روانو عملیاتو کې ولسي وګړو ته د سر او مال زیان ور اوښتی دی، خو ټینګار کوي چې د ژغورنې لپاره یې باید عراقی پوځ زور وکاروي او بېړه وکړي.

نوموړی وايي"عراقی پوځ که په هرڅومره چټکۍ پرمختګ کوي او زور کاروي، ولسي وګړو ته د زیان ور اوښتلو امکان هم هماغومره ډېرېږي."

ښاغلی هابېکر زياتوي "که بېړه ونکړي نو کېدای شي ولسي وګړو ته ډېر زیان ور وا نه وړي، خو بیا به همدا ولسي وګړي د داعش په څېر یوې وحشي ډلې ته ور پاتې وي".

عراقي پوځ د موصل ښار د بېرته نیول لپاره په تېر اکتوبر کې عملیات پيل کړل. له هغه راهیسې سلګونه زره خلک اړ شوي چې له موصله تېښته وکړي.

د تېرې جنورۍ په میاشت کې د عراق حکومت اعلان وکړ چې د موصل ښار ختیځه برخه یې له داعش ډلې بېرته نیولي. خو د موصل زوړ ښار او لویدیځې برخې لا هم د دې ډلې په ولکه کې دي.

په دې عملیاتو کې د زرګونو عراقي پوځیانو ترڅنګ کردي پېشمرګه، د سني عربو قبایل او یو شمېر شیعه ملیشې هم د داعش پر ضد جنګېږي. د امریکا جنګي الوتکې او پوځي سلاکاران هم ورسره مرسته کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب