میرکل: اروپا نوره پر امریکا او بریتانیا تکیه نه شي کولی

ميركل د انځور حقوق EPA
Image caption انګیلا میرکل د شنبې ورځې د اقلیمي بدلون په تړاو خبرې ''ډېرې ناراضه کوونکې'' بللې وې.

د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ویلي د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ تر ټاکل کېدا او له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پر پلوۍ تر رایو ورکولو وروسته، اروپا نوره پر امریکا او بریتانیا په 'بشپړه توګه' تکیه نه شي کولای.

نوموړې ویلي، د روسیې ترڅنګ له دغو دواړو هېوادونو سره ښه اړیکي غواړي، خو ټینګار یې دا دی چې اروپا باید ''د خپل برخلیک لپاره مبارزه وکړي.''

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاریس ۲۰۱۵ کال د هوکړې پربنسټ د اقلیمي بدلون په تړاو د اوو هېوادونو سرمشریزه کې شوې هوکړې ته ځان ژمن ونه باله.

میرکل دا مهال په راتلونکې سپتمبر میاشت کې د کېدونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاین مخته وړي.

جي ۲۰ وزیران د اقلیمي بدلون هوکړې ته نه دي رسېدلي

ټرمپ د ناټو له غړو دفاعي لګښتونو کې د ونډې ډېرول غوښتي

انګیلا میرکل دا څرګندونې د جرمني جنوب میونیخ کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال کړې ''هغه وخت اوس ختم شوی، چې پر نورو باید بشپړه تکیه وکړو. له دې چارې سره په تېرو څو ورځو کې زه مخامخ شوې یم.''

دا وايي، جرمني باید اوس د فرانسې له نوي ولسمشر ایمانوېل مکرون سره خپلو اړیکو ښه کولو ته لومړیتوب ورکړي:

''باید موږ اروپایان خپل برخلیک پخپله وټاکو.''

د انځور حقوق @REALDONALDTRUMP

انګیلا میرکل د شنبې ورځې د اقلیمي بدلون په تړاو خبرې ''ډېرې ناراضه کوونکې'' بللې وې.

د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان چارواکو د پاریس پر هوکړې ټینګار درلود، خو ټرمپ وویل یوه اونۍ وروسته به په دې اړه خپل دریځ روښانه کا.

ټرمپ وړاندې د پاریس د هوکړې نه منلو خبره کړې وه او پر اقلیمي بدون یې شک ښودلی و.

تېره اونۍ، ټرمپ بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو ته وویل، پر دفاعي چارو باید ډېر لګښتونه وکړي او د ناټو له غړو یې د دفاعي لګښتونو کې د ونډې ډېرول وغوښتل.

بي بي سي کې د اروپايي چارو اډیټره کاتیا ادلر وايي، د میرکل څرګندونې د رای اچوونکو د نرمولو لپاره یو ډول ګام ګڼل کېږي.

یوه نظرسنجي ښيي، چې میرکل د څلورم ځل لپاره د واکمنېدو په درشل کې ده.

د انځور حقوق Getty Images

ورته مطالب