د سخت دريځو اصلاح لپاره د سعودي مرکز

د انځور حقوق Empics

د یوې کېږدۍ د دېوال پر وړاندې، د ګلدوزي شویو بالښتونو ترڅنګ، د یمني القاعدې نهه تنه بندیان چې الکټرونیکي کړۍ یې تر پښو تړلې وې، ناکراره ناست وو، خپل لاسونه یې قاتول او پرانیستل.

ډېری دغه سړیان، چې د عکاسي اجازه یې نه وه، په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکا د ګوانټانامو په زندان کې بندیان وو. وروستی کس یې سږکال اپرېل مياشت کې سعودي عربستان ته استول شوی.

هغوی د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ موده کې افغانستان کې د جګړې په ډګرکې نیول شوي وو او په پاې کې د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا خوشي شوي او سعودي عربستان ته سپارل شوي، چې هلته د بیارغونې یوه پروګرام په ترڅ کې، د بنیادګرۍ له فکرونو څخه خلاص او بیا د آزادو کسانو په توګه په ټولنې کې عادي ژوند پیل کړي.

کله چې په دې وروستیو کې ولسمشر ټرمپ سعودي عربستان ته تللی و او هلته یې د اسلام او مذهبي زغم په اړه وینا وکړه، دغو کسانو پر ټلویزیون واورېده. له دوی مې پوښتنه وکړه چې په دې هکله څه فکر کوي؟ ځینې یې په موسکا شول او په معنی لرونکې ډول یې یو بل ته وکتل.

یو تن یې لاس پرخپل ټټرکېښوده او راته يې وویل: "نه پوهېږم چې هغه به د زړه خبره کوي که نه. زه باید د هغه زړه وګورم چې ريښتیا وايي که نه!"

Image caption د شهزاده محمد په نامه د بیارغونې مرکز د زندان او په ټولنې کې بیا آزادېدو تر منځ یو تم ځای دی

د دغو بندیانو تر ټولو یو بوډا کس چې خړه او نازکه ږیره یې تر سینې پورې اوږده وه وویل: "خو موږ به د ده د اعمالو له مخې قضاوت کوو."

یو بل یې وویل چې اوس په سپینې ماڼۍ کې [د جورج بوش د حکومت پرځای چې دوی یې ګوانټانامو ته لېږلي وه] یو بل حکومت راغلی دی.

البته دا یو ډول غیر طبیعي ملاقات و. دغه بیا راستانه شوي یمنیان نا ارامه ښکارېدل، ځکه چې د سعودي مامورینو ترڅارنې لاندې دغې کېږدۍ ته راوستل شوي وه چې د لوېدیځو پوهنتونونو استادانو او ژورنالستانو سره وګوري.

هر یو به ښه پوهېده چې د دوی هره خبره به په دقت سره څارل کېږي چې د تاوتریخوالي د نیت کومه نښه په کې شته که نه. د هغوی آزادي ورپورې تړلې وه.

کله چې د دوی د خوشې کېدو ورځ راشي، دوی به یواځې د ریاض په ښار کې ژوند کولای شي، ځکه چې خپل اصلي هېواد یې، یمن، لا تراوسه پر جګړې اخته دی، او کېدای شي دوی په ډېرې اسانۍ سره بیا د القاعدې په لیکو کې ورښکېل شي.

Image caption ټولنې ته د بیا راستنېدو د پروګرام د یوې برخې په توګه بندیان ورزشي اسانتیاوو ته لاسرسی لري

سعودي چارواکي لیوال دي چې د جهادیانو د بیارغونې دا مرکز، چې رسمي نوم یې د شهزاده محمد بن نایف د روحي درملنې او پالنې مرکز دی، نړیوالو ته وښيي.

دغه مرکز، په سعودي عربستان کې د القاعدې د یو لړ ویجاړونکو بریدونو وروسته، په ۲۰۰۴ کال کې جوړ شو، او موخه یې دا ده چې د زندان او پرانیستې ټولنې ترمنځ د یو تم ځای په توګه وي.

د دې مرکز ډېری بندیان سعودیان دي، چې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې محکوم شوي. دلته، پخواني محکوم شوي کسان په ټولنه کې د ازاد ژوند لپاره چمتو کېږي او هڅه کېږي چې د تاوتریخوالي فکرونه له هغوی څخه لیرې کړل شي.

نو ایا دا سمه نتیجه ورکوي؟ ترډېره حده.

یقینا چې د نړۍ په هېڅ ځای کې د بیارغونې دغسې کوم بل مرکز نشته چې په پراخه کچه له روحي یا سیکالوژیکي پلوه له بدنه د زهر پاکولو دغه ډول یو پروګرام ولري.

د دې مرکز کارکوونکي وايي له ۲۰۰۵ کال راهیسې، له دې مرکزه له ۳،۳۰۰ ډېر بندیان "فارغ" شوي چې ۱۲۳ کسه یې د ګوانټانامو پخواني بندیان وه. هغوی وايي د بریالیتوب کچه ۸۰ سلنه ده، او پاتې ۲۰ سلنه کسان بېرته تاوتریخوالي ته مخه کوي. ( په ۲۰۰۳ کال کې ما په یمن کې دغسې یو پروګرام ولیده چې د بریالیتوب کچه یې ډېره ټیټه وه).

بندیان لږ ترلږه درې میاشتې په دې مرکز کې تېروي، او بیا ارزول کېږي چې د ازادېدو لپاره چمتو دي که نه. په ټولیزه توګه د هغوی پروګرام پر درې برخو ویشل شوی:

  • د روحي درملنې پړاو، چې دغه مرکز ته له را رسېدو وړاندې په زندان کې پیل کېږي
  • بیا رغونه (عربي کې ورته "تاهیل" وايي) چې په کې د شناختي رویې پروګرام، هنری، کلتوري، مذهبي او ورزشي فعالیتونه شامل دي.

له درملنې وروسته پالنه. په ټولنه کې د هغوی له خوشې کېدو وروسته دوام مومي.

د پاچا سعود د پوهنتون یو ټولنپوه، ډاکټر حمید الشایري، وویل: "دلته موږ هڅه کوو هغوی د دوی له انحرافي لارې راوګرځوو چې نور ټولنې ته کوم ګواښ پېښ نه کړي."

هغه وویل همکاران یې هره ورځ له بندیانوسره څو ساعته کښېني، خو زیاته یې کړه چې: "دا یو اسانه کار نه دی چې خلک له ټولنې او د دوی له کورنیو له کرکې کولو راوګرځول شي."

Image caption د هنر په مرسته د درملنې کارپوه، ډاکټر بدر الرازین، جهادیانو لپاره د هنر په مرسته د درملنې ګټې بیانوي

د هغوي د هنري چارو ښونکی، ډاکټر بدر الرازین، وايي د هنر په مرسته درملنه د هغوی په بیارغونه کې مهم رول لوبوي. هغه وویل کله چې دا پخواني محکوم شوي کسان لومړی دغه مرکز ته راورسېږي، ډېری یې معمولا په سره رنګ سره د تاوتریخوالي انځورونه کاږي، خو د وخت په تیرېدوسره د هغوی انځورونه نرمېږي او مهربانه کېږي.

دیني عالمان چې د اسلام په اړه ژوره پوه لري، هم د هغوی لپاره تل چمتو وي او هڅه کوي هغوی وپوهوي چې ولې له تاوتریخوالي ډکو جهادیانو موخې او کارونه "حرام" (ناجایزه) دي.

نو موږ له ګوانټانامو څخه د بیا راستانه شویو یمني بندیانو وپوښتل چې ایا تېر وخت ته په کتو سره اوس ټولنې ته بېرته ستنېدلو په اړه څه فکر کوي؟

تر ټولو بوډا کس وویل: "موږ بدل شوي یوو. د دې ځای له برکته، موږ اوس ځانونه نوي کسان بولو.

"یقینا چې موږ له هغو کسانو کرکه درلوده چې په ګوانټانامو کې يې له موږ سره بده رویه کړې وه خو دلته د دې پروګرام له لارې موږ وکولای شول پر دغو احساساتو بریالي شو. اوس زما اندېښنه دا ده چې د ټولنې خلک به موږ ونه مني.

"په همدې ترڅ کې له هغې راهیسې چې موږ له دې ځایه لیرې وو، نړۍ دومره بدله شوې ده چې موږ یې ښايي ونشو پېژندلای."

اړونده مطالب