بنګله دېش کې له سمندري توپان مخکې لکونو خلک بې کوره شول

د انځور حقوق AFP
Image caption خلک ښوونځیو او دولتي ودانیو ته لېږدول شوي دي.

بنګله دېش کې چارواکو سمندر غاړې ته د مورا توپان له رسېدلو مخکې نږدې لس لکه خلک له خپلو کورونو اېستلي او خوندي سیمو ته یې لېږدولي دي.

د هواپوهنې اداره وايي، مورا توپان به د سې شنبې په ورځ ختیزې سمندرغاړې ته ورسېږي.

* چین کې توپان او سیلۍ ۹۸ کسان وژلي

* واورین توپان: نیویارک کې د ژوند چارې په ټپه درېدلې

د دغه هېواد په سوېل ختیزو ښارونو کې هم له توپان مخکې خطر درجه پورته شوې او ډېرې خطرناکې درجې لس ته رسېدلې ده.

د بنګله دېش په چټاګانګ ولسوالۍ کې له توپان د ژغورلو لپاره خلک ۵۰۰ خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دوی په ښوونځیو او دولتي ودانیو کې د لنډمهال لپاره ځای په ځای شوي دي.

توپان ځپلې سریلنکا

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption خطرمنې سیمې سیمندر ته نږدې او اورې دي.

دا سمندري توپان څو ورځې مخکې سریلنکا کې د تالندې(چټک باران) له امله له راوتلو سیلاوونو وروسته پیدا شو.

په سریلنکا کې دغه توپان نږدې ۱۸۰ کسان وژلي او ۱۰۰ ورک دي.

* فلپين کې د بېړيو ټکر له ۲۸ زيات کسان وژلي

* هند: له توپان وړاندې ۶۰۰زره کسان وېستل شوي

دا تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو ستر سېلاو دی چې په سریلنکا کې یې تراوسه پنځه لکه خلک اغېزمن کړي دي.

دغه توپان ممکن پر بنګله دېش سربېره د هند او مایانمار ځینې سیمې هم وځپي.

د بنګله دېش هواپوهنې اداره څه وايي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بنګله دېش کې توپان دود خبره ده، خو کمزورې ودانۍ یې تاب نه لري.

د هواپوهنې اداره وېره ښيي، چې د مورا توپان له امله به چټاګانګ، کاکس بازار او نورې هغه سیمې له څلورو تر پنځو فوټو اوبو کې ډوبې شي، چې پر سمندر غاړه پرتې او اوارې دي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند ابو الهاشم له اې اېف پي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، پوره هڅه کوي چې بنګله دېش کې له دغه توپان څوک ونه وژل شي:

"ځکه مو له لس لکو ډېر خلک خوندي سیمو ته ولېږدول".

د بي بي سي خبریال چارلس هیویلېنډ وايي، په بنګله دېش کې سمندري توپان دود خبره ده، خو ډېر خلک چې په کورونو کې اوسي، خونې یې کمزورې دي او توپان ته درېدلی نه شي.

د توپان له وېرې کبګر( کب نیونکي) هم سمندر ته له تللو منع شوي او سمندرغاړه کې کښتیو هم خپل کار د لنډ مهال لپاره ځنډولی دی.

د یادولو ده چې تېره میاشت د بنګله دېش شمال ختیځ کې د سېلاو له امله په دغه هېواد کې د وریځو کروندې ډېرې زیانمنې شوې، ځکه یې بیه هم خورا زیاته شوه.

اړونده مطالب