۲۴ کلنه دینا علي، چې د سعودي نظام یې ننګولی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
دینا علي څوک ده؟

دینا علي یوه ۲۴ کلنه سعودۍ ده، چې د خپل کور د نارینه له ملتیا پرته له کویت نه د استرالیا پر لور روانه شوې وه، غوښتل یې استرالیا کې پناه واخلي.

خو وړاندې چې استرالیا ته ورسېږي، فلیپین کې د هوايي ډګر د چارواکو له خوا ایساره شوې وه. پاسپورټ یې ورنه اخیستی و او توقیف کړې یې وه.

دینا علي د خواخوږۍ خپلولو په هیله، د فلیپین په هوايي ډګر کې د یوې بلې مېرمنې په مرسته یوه وېډیو جوړه کړه او هغه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه.

سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه

د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل

سعودي ښځې وهونکي ته ۵۰ زره ریاله جریمه ټاکلې

دې په وېډیو کې ویلي وو: ''زما نوم دینا علي دی، د سعودي عربستان یم، غواړم له سعودي عربستان نه استرالیا ته ولاړه شم او هلته پناه وغواړم، خو زه یې فلیپین کې ایساره کړې یم، پاسپورټ یې رانه اخیستی او دیارلس ساعته یې توقیف کړې یم. هغه په دې خاطر چې زه یوه سعودۍ مېرمنه یم. که زما کورنۍ راشي وبه مې وژني او که سعودي ته واستوله شم، هلته به مې هم ژوند ته د پای ټکی کېښودل شي. هیله کوم مرسته راسره وکړئ او دغه وېډیو مې د مرستې ترلاسه کولو په هیله جوړه کړې ده.''

دینا علي استرالیا ته د رسېدو فرصت ونه موند، ماما یې هغه بېرته سعودي عربستان ته ستنه کړه.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption خواله رسنیو کې د دینا علي د الوتکې د ټیکټ انځور هم خپور شوی

په لومړي سر کې هغه په توقیف کې وساتل شوه او بیا یوه خوندي کور ته ولېږدول شوه، چې هلته یې له اجازې پرته له چا سره د لیدو او له کوره د وتلو حق نه درلود.

په سعودي عربستان کې دغې مسلې یو لوی بحث راوپاراوه، چې ایا یوه مېرمن د کور د نارینه له اجازې او ملګرتیا پرته سفر، کار او دې ته ورته نور فعالیتونه لرلی شي او که نه.

دغه بحث اوس هم روان دی او په خواله رسنیو کې دومره ډېر پام ورته وشو چې دغې مسلې ته ان د سعودي د پاچا سلمان پام هم ورواوښت او هغه امر وکړ چې تر دې وروسته مېرمنې د روغتیايي خدمتونو او د زده کړې ترلاسه کولو لپاره د نارینه وو ملتیا ته اړتیا نه لري.

ورته مطالب