د فرانسې پر پخواني لومړي وزیر تور دی چې له پاکستاني پوځیانو یې بډې اخیستي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فرانسې پخوانی لومړی وزير اېډوارډ بالاډور

په فرانسه کې قضایي سرچېنې وایي، له پخواني لومړي وزیر او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماند اېډوارډ بالاډور نه یې رسماً پلټنې پيل کړې دي.

پر ښاغلي بالاډور تور دی چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د خپل ټاکنیز کمپاین د مالي د تقویت لپاره له یو شمېر پاکستاني پوځي چارواکو بډې اخیستې وې.

فرانسه وايي، بریتانیا باید نور کډوال ماشومان ومني

فرانسه: د مکرون ټاکنیز کمپاین هک شوی

"که په اروپايي ټولنه کې سمون رانه شي، فرانسه ترې وځي"

په ۱۹۹۴ کال کې فرانسې له پاکستان سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې ټاکل شوې وه فرانسې پر پاکستان د اګوستا په نوم ځانګړي اوبتلونه وپلوري.

د دې لپاره چې پاکستان دې تړون یا سودا ته وهڅول شي، ادعا کېږي چې د فرانسې حکومت د پاکستاني پوځ او استخباراتو ځینو چارواکو ته بخششونه ورکړي وو.

په ځواب کې یې داسې تمه کېده چې پاکستان به له فرانسې اوبتلونه راونیسي، او دا کار به د فرانسې حکومت او د وسلو جوړونې صنعت ته لویه مالي ګټه ور ورسوي.

یاده دې وي چې هغه مهال ښاغلی بالاډور د فرانسې لومړی وزیر و، او د ۱۹۹۵ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جاک شېراک سیالۍ ته راووت.

اوس پر ښاغلي بالادور تور لګول شوی چې یوه اندازه هغه پیسې یې چې د پورته یاد شوي تړون پر بنسټ له پاکستان ترلاسه شوې وې، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل کمپاین لپاره لګولي.

خو د فرانسې یو بل پخواني ولسمشر نېکولا سارکوزي دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

ښاغلي سارکوزي هغه مهال د مالیې وزیر او د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال د اېډوارډ بالاډور سکرتر و.

فرانسوي څارنولان له څو کلونو راهیسې په دې اړه پلټنې کوي.

ورته مطالب