د سپینې ماڼۍ د عامه اړیکو مسوول استعفا وکړه

د انځور حقوق BLACK ROCK GROUP
Image caption ښاغلی دوبکي یو تجربه لرونکی ستراتيژيست دی، چې مارچ میاشت کې د سپینې ماڼۍ رسنیزې پالیسۍ کې د غوره والي رامنځته کولو لپاره ګومارل شوی و.

د سپینې ماڼۍ د عامه اړیکو مسوول مایک دوبکي استعفا کړې. نوموړی یواځې درې میاشتې مخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دغه دنده ګومارلی و.

ښاغلی دوبکي یو تجربه لرونکی ستراتيژيست دی، چې مارچ میاشت کې د سپینې ماڼۍ رسنیزې پالیسۍ کې د غوره والي رامنځته کولو لپاره ګومارل شوی و.

د سپینې ماڼۍ رسنیزه ډله کې د ګډوډیو له ګنګوسو وروسته د نوموړي استعفا خبره شوې.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

د امریکا یو مشهور لوی څارنوال: ټرمپ له دندې ګوښه کړم

د سپینې ماڼۍ سلاکار کیلاني کانوې ویلي، ښاغلي دوبکي منلې، چې له منځني ختيځه د ولسمشر راستنېدو پورې به خپل کار کوي.

نوموړي د ولسمشرۍ کمپاین پر مهال د جمهوریت غوښتنکي ګوند سیاسي رسنیزې ادارې (کراس روډز میډیا) لپاره کار کاوه او د ښاغلي ټرمپ د کمپاین غړی نه و.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د نوموړي ځای ناستی نه دی اعلان کړی.

د 'پولیتیکو ' نومې وېبپاڼې په رپوټ کې د ۴۷ کلن دوبکي له قوله ویل شوي، چې، ګواکې دوستانو ته یوه برېښنالیک کې یې د استعفا لامل شخصي بللی دی:

''زما د تګ لامل شخصی دی، خو د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ادارې لپاره کار کوول زما لپاره ډېره د ویاړ خبره وه. ''

نوموړي دغه راز د سپینې ماڼۍ له رسنیز ټیم سره خپله دنده د څرګندې خوښۍ لامل بللې.

ورته مطالب