د کابل برید او پاکستان کې غبرګونونه

د انځور حقوق AFP

د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې نننۍ چاودنه پاکستان هم غندلې. هغه هېواد، چې په تېر کې کابل د ورته چاودنو د مسوولینو ملاتړی بللی.

لومړی ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د کابل د بمي برید د غندنې خبر خپور کړ او وروسته د لومړي وزیر له دفتره هم د برید د غندنې په اړه اعلامیه خپره شو.

د پاکستان نژدې ټولو تصویري رسنیو د کابل برید د 'تازه خبر ' په بڼه خپور کړ او تر څه مهاله یې د لومړي خبر په توګه و او ورسره په دغه رپوټ کې د ټپي شویو پاکستاني دیپلوماتانو یادوونه هم شوې وه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل په ننني برید کې ددوی ځينې ديپلوماتان برسېرن ټپيان شوي او د هغوی د کورونو ودانۍ اغېزمنې شوې دي.

د 'ډان ' په نامه ددغه هېواد د انګلیسي ژبې تر ټولو لويې ورځپاڼې د کابل برید په تړاو پر خپله پاڼه ؛ژوندۍ پاڼه؛ جوړه کړې او په کې د برید په تړاو د افغانستان د ځايي رسنیو او نړیوالو اژانسو خبرونو خپروي.

د کابل په ویر ويرجنه پښتونخوا

په کابل کې تر نننۍ چاودنې سملاسي وروسته دډېورنډ کرښې پورې غاړې ته پښتونخوا مېشتو فعالانو، سیاستوال، شاعرانو، لیکوالانو او ډېری وګړیو پر خواله رسنیو د کابل په ویر کې ځانونه شریک وګڼل.

پر خواله رسنیو ځینو ډېرو فعالانو د کابل په ویر کې شعرونه خپاره کړل.

د اسلام اباد مېشتي شاعر اکبر سیال دغه شعر په ډېرو خپرو شویو شعرونو کې و.

دېرش لکه پوره دي که نه بس يې که

کور په کور دې وليکو افغان شهيد

د پښتونخوا ټولو هغو سیاستوالو چې ټويټر او فېس بوک کاروي، پر خپلو پاڼو يې د کابل نننی برید غندلی او خواښيني يې څرګنده کړې ده، خو سیاستوالې بشرا ګوهر بیا د شاعرې حسینه ګل له کتاب څخه دغه عکس خپور کړی، چې په کې اغلې حسینه ګل د خپل زړه د ورانېدو کیسه هم د کابل له وراني سره تړلې.

د انځور حقوق TWITTER