جرمني د کابل له برید وروسته د افغان کډوالو شړل ودرول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه جرمن چارواکي ویلي، چې افغانستان ته د هغو افغانانو بېرته لېږلو پالیسي پر خپل ځای پاتې ده

کابل کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته جرمني پرېکړه کړې، چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

د جرمني چارواکو تایید کړې، چې د افغانستان پلازمېنې کابل په وزیر اکبر خان مېنه سیمه کې یې له خونړۍ موټر بم چاودنې وروسته افغانستان ته د هغو الوتنو لېږدول په موقت ډول ځنډولي دي، چې رد شوي افغان کډوال به یې له جرمني نه خپل هېواد ته ستنول.

د کابل نني برید کې نژدې ۸۰ کسان وژل شوي او نژدې ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

یوه جرمن چارواکي ویلي، چې افغانستان ته د هغو افغانانو بېرته لېږلو پالیسي پر خپل ځای پاتې ده، چې جرمني یې د کډوالو په توګه نه مني.

د بریتانیا انډیپنډنټ ورځپانې د دغه جرمن چارواکي له نوم اخیستو پرته د نوموړي له قوله لیکلي:

''کابل کې زموږ د سفارت کارکوونکي د اوسمهال لپاره په نورو مهمو چارو بوخت دي، خو د نه منل شویو کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ به دوام کوي او دغه پالیسي به پر ځای پاتې وي. ''

جرمني د تېر کال د ډسمبر میاشتې په نیمایي کې د رد شویو کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړه او د راپورونو له مخې په پام کې ده چې شاوخوا ۱۱۹۰۰ کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغان کډوالو ستنېدو مخالفان وايي، افغانستان کې خوندیتوب نه شته

د کابل ننني برید کې چې د جرمني سفارت ته نژدې شوی، د دغه سفارت یوې برخې ته هم زیان اوښتی دی. جرمني کې د سلګونو زرو کډوالو په ډله کې زرګونه افغانان هم دي چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې ده.

ددوی له منځه تراوسه یو شمېر هغه کسان بېرته خپل هېواد ته استول شوي چې د پناه غوښتنه یې نه ده منل شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب