"پرونی بريد د داسې هېواد لپاره هم ډېر بوږنونکی و چې تاوتريخوالى پکې عادي چار ده"

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برید د قربانیانو شمېر تر ۵۰۰ واوښت

امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې د کابل د خونړي بريد په تړاو مطلب کښلى او وايي د پروني بريد صحنې ان داسې يوه هېواد لپاره هم ډېرې بوږنونکې وې چې جگړې او تاوتريخوالى په کې عادي چاره گرځېدلې.

ورځپاڼه زياتوي په پېښه کې وژل شوي ټول افغانان دي او د بهرنيانو د وژل کېدو رپوټونه نشته.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز د کابل د پېښې په تړاو خپاره کړي رپوټ کې ليکلي، پرونى بريد د افغان جگړې تر ټولو خونړى و.

د ورځپاڼې په وينا د بريد له امله د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هېندارې هم ماتې شوي او په داسې مهال کې وشو چې ولسمشر غني تازه له سهارنۍ غونډې را وتلى و.

ورځپاڼه وايي د ښار په يوه څنډه کې د بريد بوږونکى انځور و او بله هغه کې قربانيانو لپاره قبرونه کنستل کېدل.

نيوز انټرنېشنل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برید ځای.

پاکستانۍ نيوز انټرنېشنل ورځپاڼه وايي د کابل په بريد کې د پاکستان د سفارت کارکوونکي هم سربېرن ټپيان شوي او د ډيپلوماټانو استوگنځيو ته زيان اوښتى.

خو په حکومتي وينا پاڼه کې د ژوبل شويو کسانو د شمېر، د هغوى د ټپونو د څرنگوالي او د اوښتي زيان د کچې په اړه څه نه دي ويل شوي.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز وايي د پاکييزه په نامه د يوه ډېر کتل شوي هندي فلم ستورې گيتا کپور چې د مينا کماري او راجکمار په څېر مشهور ستورو ترځنگ په دغه فلم کې لوبېدلې، په تېر اپرېل کې يې د زوى لخوا د بېهوښۍ په حالت کې روغتون ته بيول شوې اوهمالته پرېښوول شوې ده.

د ورځپاڼې په وينا د گيتا کپور زوى د پيسو راوړلو په پلمه له روغتونه وتلى او تر ننه بېرته نه دى ستون شوى.

د روغتون چارواکو ويلي ٥٨ کلنه گيتا ډېره وېرېدلې او غواړي کورته ورشي خو په تړاو يې په رسنيو کې د رپوټونو له خپرېدو سره سره له خپلوانو يې هېڅ څوک مخې ته نه دي راغلي.

د هغې د درملنې لگښت دوو مشهورو فلم جوړوونکو رمېش توراني او آشوک پنډت پرې کړى او اوس غواړي د پاخه عمر لرونکو پالنځي ته يې ولېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په منځ کې ګیتا کپور.