د مسکو تر ځمکه لاندې ریل ګاډي تاریخي تمځي

د انځور حقوق Reuters

د مسکو تر ځمکه لاندې ریل ګاډي یا میټرو سیسټم د نړۍ له خورا تاریخي ریل شبکو یوه بلل کېږي. د مسکو میټرو تم ځایونه، چې دغه هېواد کې پخواني کمونیستي حکومتونو جوړ کړي، د پراخوالي او ښکلا له کبله ډېر مهم بلل کېږي. دغه تم ځایونه، د رنګینو هندارو، مرمري مجسمو، نقاشۍ، حکاکۍ او موزایکو په مرسته ښکلي شوي دی.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

۱۹۳۵ کې، چې د مسکو میټرو فعالیت پیل کړ، یوازې ۱۱ تم ځایونه یې درلودل او ۲۸۵ زره کسان یې خپل منزل ته رسوول، خو اوس د مسکو میټرو ۲۰۶ تم ځایونه لري او هره ورځ نهه میلیونه کسان په کې سفر کوي.

د انځور حقوق Reuters

د مسکو میټرو تمځيو د معمارۍ سبک د تاریخي او معاصر هغه ترکیب دی. د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام له سیالیو رانژدې کېدو سره، چې مسکو کې به کېږي د مسکو میټرو شبکه کې پریمانه پانګونه شوې ده.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

نن سبا د مسکو میټرو تمځيو کې ویړیا انټرنېټ ته لاسرسی کېږي او په انګلیسي ژبه لیکل شوې لوحې په کې لیدل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

مسکو میټرو تم ځایونه د سیلانیانو لپاره هم د پام وړ ځایونه دي. په دغو تمځيو کې د (سیلفي) تصویرونو اخیستو لپاره ځایونه ځانګړي شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters