ټرمپ د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس له تړونه د امریکا وتلو اعلان وکړ

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ د پاریس هوکړه د امریکا لپاره زیانمنوکې بللې

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، هېواد یې د اقلیمي بدلون په تړاو د ۲۰۱۵ کال له پاریس تړونه وځي. نوموړي ویلي د داسې یوې 'شفافې 'نوې هوکړې لپاره به چې امریکا ته یې زیان و نه رسېږي، خبرې پېلیږي.

ښاغلي ټرمپ پروسږ کال د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و چې خپل هېواد کې به د ډبرو سکرو او تېلو له صنعت سره د مرستې لپاره دغه ګام پورته کوي.

د نوموړي د دغه ګام مخالفین بیا وايي، دغسې اقدامات به د یوه مهم نړیوال ګواښ پر وړاندې د امریکايي مشرتابه سرغړونه وبلل شي.

سپینه ماڼې کې یوې یوې خبري غونډې ته وینا کې ولسمشر ټرمپ د پاریس تړون داسې څه بللي، چې په وینا یې هدف یې پر امریکایانو سخت بندیزونه لګول وو. د نوموړي په وینا دغه هوکړه د اقلیمي بدلون سره مبارزه کې مرسته نه کوي.

جي ۲۰ وزیران د اقلیمي بدلون هوکړې ته نه دي رسېدلي

اوباما: اقلیمي بدلون لوی، کوچنی، غریب او بډای نه پېژني

د اقلیم د بدلون په تړاو سرمشریزه او د سلګونو زرو کسانو لاریون

دا وروستیو کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ له ولسمشر ټرمپ نه دویم ځل غوښتي و، چې دغه ژمنه ماته نه کړي، خو نوموړي د دې تر څنګ دا هم ویلي و، چې د امریکا د هر ډول دریځ تر څنګ به هم د اقلیمي بدلون خلاف مبارزه روانه وي.

ښاغلي ګوترڅ له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و:

''دا په څرګند ډول ځکه ډېره مهمه پرېکړه ده، چې د امریکا متحده ایالتونه د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی. خو د امریکا حکومت له پرېکړې پرته نور ټول هېوادونه باید ازادانه توګه پر دغه تګلاره لاړ شي. ''

بل لور ته چین او اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه د پاریس هوکړې ملاتړ په لړ کې یوه خوله دي او دغه چاره په اوسمهال کې خورا اړینه بولي. په یوه مسوده کې ویل شوي دي د هوا تودوخې کچې لوړېدل ملي امنیت ته یو ګواښ دی او ( ټولنیزه او سیاسي ناکراري) به رامنځته کړي.

دغه راز په مسوده کې ویل شوي، چې پاکې انرژۍ ته اوښتون به کاري فرصتونه رامنځته کړي او د اقتصادي ودې لامل به شي.

د هغو ګازونو ناوړه اغېزې، چې له صنعتي تولیداتو یا کرهنې وځي د هوا تودوخې یا اقلیمي بدلونونو لامل بلل کېږي.

داسې اندېښنې شته، چې له پاریس هوکړې به د امریکا له وتلو سره هغو هدفونو ته رسېدل د نړیوالې ټولنې لپاره خورا ګران شي، چې په پاریس تړون کې ټاکل شوي دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption له سوریې او نکاراګوا پرته د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو پاریس کې د اقلیمي بدلون سره پر مبارزې هوکړه کړې وه

د کاربن تولید کې د امریکا ونډه ۱۵ سلنې ته رسېږي، خو په ورته مهال دغه هېواد د هغې تکنالوژۍ په تولید کې هم مخکښ رول لري، چې مخ پر ودې هېوادونو کې د هوا تودوخې مخنیوي کې مرسته کوي.

بل لور د مشرتابه مورال خبرې هم کېږي، چې ګواکې امریکا به یې له لاسه ورکړي او دې سره به ګواکې پر نورو دیپلوماتیکو هڅو هم اغېز وشي.

امریکا کې د اقلیمي بدلون اړوند سازمان ساره کلب میخایل بروني له پاریس هوکړې د امریکا وتل یوه تاریخي تېروتنه بولي. نوموړی وايي:

''زموږ راتلونکي نسلونه به دغې پرېکړې ته په خواشینۍ او خفګان ګوري، چې ځنګه یوه نړیوال مشر پر حقیقت سترګې پټې کړې وې ''

پاریس تړون د هوا هغې تودخې کچې محدودولو ژمنه بلل کېږي، چې د همدې ګازونو له کبله لوړه شوې ده.

ورته مطالب