د کابل لاریون کې "۵ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپيان دي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل لاريون مرګ ژوبله اړولې ده

یوناما په یوه اعلامیه کې د کابل نننيو مظاهرو کې د تاوتریخوالي پر رامنځته کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، روانه اونۍ افغانستان وار له مخه د ډېرو ملکي وګرو د مرګژوبلې شاهد و او نور تاو تریخوالی ستونزې نه شي هوارولی.

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې اساسي قانون ناخوښه کسانو ته په سوله ییزه توګه په عامه د احتجاج حق ورکړی، یوناما څرګندوي، هغوی چې احتجاج کوي او هغوی چې د احتجاج کوونکو د خوندي کولو په موقف کې دي، ټول مکلفیت لري چې له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.

سلګونه کسان دویمه ورځ د هغې بمي چاودنې په تړاو مظاهرو ته راوتلي وو چې د چارشنبې په ورځ یې کابل ولړزاوه او درنده مرګ ژوبله یې واړوله.

خو کله چې ځینو اعتراضیانو جمهوري ارګ ته د نژدې کېدو هڅه وکړه امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي لپاره زور وکاراوه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په کابل کې د مظاهرو پر مهال نننی تاوتریخوالی خواشینوونکی بللی او له امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو دواړو یې غوښتي چې ژر یې پای ته ورسوي او له غځولو یې ډډه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې له مظاهره کونکو غوښتل شوي، چې خپلې مدني غوښتنې د خبرو او مفاهمې له لارې له دولت سره شریکې کړي

کابل کې د بي بي سی خبریال هارون نجفي زاده وايي، کله چې مظاهره کوونکو غوښتل د جمهوري ارګ پر لور لاړ شي، پولیسو یې د مخنیوي لپاره لومړی هوايي ډزې وکړې، وروسته یې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، اوبه بې پرې وشېندلې او مظاهره کوونکو پولیس په ډبرو وویشتل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې له مظاهره کونکو غوښتل شوي، چې خپلې مدني غوښتنې د خبرو او مفاهمې له لارې له دولت سره شریکې کړي، چې ستونزو ته ګډه حل لاره وموندل شي.

اعلامیه کې له مدني فعالانو غوښتنه شوې، چې مظاهرې له قانون سره سم او عمومي ګټو ته په پام سره تنظیم کړي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي سوله ییزې مظاهرې د ولس حق دی او باید مظاهره کونکي هغو کسانو ته چې غواړي د دوی له مدني حرکته د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره ګټه واخلي، د ګډون اجازه ورنه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیسو پر مظاهره کوونکو اوبه وشېندلې او ځینو مظاهره کونکو د ډبرو ګوزارونه کړي

د افغان حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله ویلي، حکومت له مظاهره چیانو سره خبرو ته چمتو دی. نوموړي ویلي مظاهره چیان دې خپل مشران وګوماري او حکومت به ور سره په روا غوښتنو خبرې وکړي.

نوموړي مظاهره چیانو ته پر اوښتې مرګ ژوبله خواشیني وښوده.

د بي بي سي خبریال وايي، د مظاهرې غوښتنه د خواله رسنیو له لارې ''د امنیت خوندیتوب کې د حکومت بې کفایتي " تر شعار لاندې شوې وه، خو وروسته د مظاهره کوونکو غوښتنه بدله شوه او دوی د افغان حکومت د مشرتابه غوښتنه کوله.

د خبریال په وینا داسې ادعا کېږي، چې د ولسمشر غني یو شمېر سیاسي مخالفې ډلې هم په دغه مظاهره کې ښکېلې وې. د جمیعت اسلامي ګوند ویاند واقف حکیمي بي بي سي ته ویلي، دوی حالت له نژدې څاري او ژر به خپل رسمي دریځ څرګند کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل مظاهرو غوښتنه ولې شوې، چا کړې، او کومې خواته درومي؟

ځايي رسنۍ وايي، د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د زوی محمد سالم په ګډون اووه لاریونوال وژل شوي او تر لسو ټپیان دي.

داسې رپوټونه هم تر لاسه شوي چې محمد سالم ټپي دی خو په روغتون کې ورته اکسیجن لګېدلي.

له بلې خوا د کابل امنیه قومندانۍ سرچینې وايي، چې په دې مظاهره کې پولیس هم ټپیان شوي دي.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، سوله ییزې او مدني مظاهرې د خلکو حق دی، خو د مظاهرو قانون هم باید رعایت شي. لاریونوالو د افغانستان د ملي امنیت شورا، ملي امنیت رییس، د کورنیو چارو وزیر او کابل امنیه قومندان د لرې کېدلو غوښتنه کوله.

دوی د افغان ولسمشر اشرف غني، اجراییه ریس عبدالله عبدالله او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکا پرضد شعارونه ور کول.

لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شو چې مظاهره چیانو د ارګ لورته د تګ هڅه کوله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د تاو تریخوالي پر مهال یو شمېر کسانو د تګ راتګ لارې تړلې

پولیسو اول د اوښلن ګاز او اوبو کار واخیست، مظاهره چیانو مقابل کې پر دوی د ډبرو ګوزارونه وکړل، وروسته ډزې پیل شوې.

مظاهره کوونکو د لاریون له ځای سره نژدې د اعتراض خېمه هم درولې ده.

لاریونوال وايي، مظاهره به یې راونه وي.

د مظاهره چیانو په ملاتړ احمد ضیا مسعود وویل چې دوی به تر هغه مظاهرې کوي چې حکومت استعفا وکړي. د نوموړي په خبره، باید لنډمهالی حکومت جوړ شي او بیا رڼې ټاکنې وشي.

د مظاهره چیانو یو بل مشر لطیف پدرام هم وویل، چې دا حکومت له هرې خوا پاشلی، په فساد کې ډوب دی، باید استعفا ور کړي. په وروستیو کلونو کې ښايي دا یوه تر ټولو سخته مظاهره وي، ځکه د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ په تاوتریخوالي اوړي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیتي ځواکونه.

اړونده مطالب