امریکا: چین له نړیوالو قوانینو سر غړونه کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین د ټول سوېلي چین سمندرګي د ملکیت دعوه لري.

د امریکا دفاع وزارت چین نړیوالو قوانینو ته په بې غورۍ تورن کړ او دغه هېواد ته یې خبردای ور کړ چې د سوېلي چین سمندرګي د ټاپوګانو پوځي کول به ونه مني.

د متحده ایالتونو دفاع وزیر جېمز متیس په سینګاپور کې خبرغونډې ته وویل، دا ډول هڅې سیمه ییز ټیکاو ګواښمنوي.

مصنوعی ټاپوګان جوړول او د چین له خوا د نړیوالو اوبو پوځي کول د سیمې ټیکاو ګواښي.

* چين او لانجمن ټاپوګان

* په لانجمنو ټاپوګانو کې هوايي ډګرونه څه وايي؟

پر چین سربېره، ویتنام، فلیپین، مالیزیا، بروني هم د سوېلي چین سمندري ګي د ټولو یا لږ تاپوګانو د ملکیت دعوه لري.

د امریکا ولمشر ډونلډ ټرمپ او نور امریکايي چارواکو په ځلونو ویلي چې په سوېلي چین سمندرګي کې به له خپلو ګټو دفاع وکړي.

چین یې په ځواب کې وايي، "په سیمه کې به له خپلو حقونو سخته دفاع وکړي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دفاع وزیر دا هم وايي، چې پر دغه مسله د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ ټکر حتمی نه دی.

سوېلي چین سمندرګي نږدې ۲۵۰ ټاپوګان لري، د دې ټاپوګانو پراخوالی ۱۵ کیلومترو ته رسېږي.

دا ټاپوګان تر ډېره شړ( له خلکو تش) او ډېری یې له اوبو لاندې دي.

* چین د الوتکو لېږدونکې بېړۍ سمندر ته کوزه کړې

* چین د سي‌ای‌اې څارګرو په وژلو دغه سازمان فلج کړی

د امریکا دفاع وزیر په ورته مهال زیاته کړه چې د متحده ایالتونو او چین ترمنځ جګړه یا ګواښ ګیر(کشمکش) حتمي نه دی.

نوموړي د شمالي کوریا د اټومي او توغندیزو چارو د پېزوانولو یا مهارولو لپاره د چین هڅې وستایلې.

د جېمز متیس دا څرګندونې له هغه لږ وروسته دي چې د شمالي کوریا په توغندیزو ازموینو پسې ملګرو ملتونو پر دغه هېواد بندیزونه زیات کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د چین له خوا په سوېلي چین سمندرګي کې د ټاپوګانو جوړول د سیمې د ټیکاو ګواښمنولو په مانا بولي.

ورته مطالب