" د هند لومړی وزیر د امریکا له ولسمشر سره پر افغانستان خبرې کوي"

هندوستان ټایمز:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption نرېندر مودي د روانې میاشتې وروستیو کې امریکا ته ځي.

د هند لومړی وزیر د روانې جون میاشتې په ۲۵ نیټه امریکا ته رسمي دوه ورځنی سفر لري.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د دولتي سرچینو په حواله لیکي چې د دغه سفر د اجندا په سر کې درې موضوع ګانو ته ځای ورکړل شوی یو افغانستان، له ترهګرۍ سره مبارزه او بل سمندري امنیت.

ګارډین

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې د پرون جمعې ورځې لاریونوال د نا امنیو او د وسله والو له خوا د رامنځته کیدونکې مرګ ژوبلې په وړاندې بې صبره شوي دي.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان وايي چې د دوی له خوا شوې څیړنه ښيي هغه ډلې چې په پاکستان کې یې فعالیت بند کړل شوی په فیسبوک کې پراخ فعالیت لري.

ورځپاڼه زیاتوي څېړنه په تیره اپریل میاشت کې شوې او له ۶۴ منع کړل شویو ډلو ۴۱ یې په بیلابیلو بڼو په فیسبوک کې فعالې دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په دې ډله کې شیعه او سني سخت دریځې ډلې او هغه ډلې شاملې دي چې نړیوالې ترهګرې ډلې بلل کیږي او په پاکستان کې فعالیت کوي. وايي په دې ډله کې په سند او بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي هم شته دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له اقلمي بدلون تړون د امریکا د وتلو د پرېکړې پرضد لاریونونه

د نړۍ د اقلیمي بدلون په اړه له نړیوالې هوکړې د امریکا د په شاکیدو په اړه هم دغې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین یو مطلب لیکلی.

ګارډی وایي، له دغې هوکړې د امریکا په شا کیدل به چین ته یو بل فرصت ورکړي چې له دې امله رامنځته کیدونکې تشه ډکه کړي او د نړۍ په بیلابیلو برخو کې خپلې پانګونې پراخه کړي په تیره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لکه لمرینه بریښنا.

ورځپاڼې د اقلیمي بدلون په برخه کې د فعال انسټیټیوټ پاولسن له سلاکار کیټ ګارډین هغه خبره را اخستې چې وايي د پاریس له هوکړې د امریکا په شا کیدل به چین ته دا فرصت ور کړي چې د نړیوال اقلیمي بدلون په برخه کې د نړیوال مشر حیثیت غوره کړي او په ډراماټیک ډول به په نړیوال مارکیټ کې د پاکې انرژې په برخه کې پانګونه پراخه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چین د پاکې انرژۍ په برخه کې تر 2020 کال پورې ۲۸۰ ملیارده پونډه پانګونه کوي او تمه ده دغه پانګونه ۱۳ ملیونه کسانو ته دندې پیدا کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي، چین به دې برخه کې له امریکا مخکې شي.